د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

"د موټرو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی"


یو شمېر موټر پلورونکي د خپل کارو وبار د سستوالي علت د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان، د امنیتي وضعې خرابیدل او په سیاسي ثبات باندې د خلکو بې باوري ښیې.

د دوي په وینا د یادو لاملونو ترڅنګ د موټرو زیات واردات او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو را لوېدل هم هغه څه دي، چې د دوي کار وبار یي زیانمن کړې.

د کابل ښار موټر پلورونکي وايي، چې څلور کاله وړاندې یې کارو بار ښه وو سږ کال یواځې په سلو کې لس فیصده موتر پلوري.

د کابل ښار د مکروریانو د نیو خلیج بارګین مشر رحیم الله وايي، چې ورځ تر بله یې کار خرابیږي:

"زموږ کار اوبار د څلور کالو په پرتله کم شوی او ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دی.

علتونه یې دا دي چې یو داسې اوازې دي چې ایساف او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خلک په ویره کې دي خلک پخوا ځورېدلي دي، دوي خراب حالاتونه لیدلي دي، پانګوالو ټوله سرمایه بهرته ویستلې ده، کاروبار نشته، ورځ تربله موټر زیاتیږي."


هغه زیاته کړه، یو کال وړاندې هرکس وظیفه درلودله اوهم به ورسره موټر وو خو اوس وظیفه نه لري د موټر تیل هم نه شي پوره کولی، نو مجبور دي چې خپل موټر وپلوري.

د رحیم الله په وینا همدا علت ده، چې موټر ارزانه شوي دي او نور به هم ارزانه شي.

کابل ته څیرمه په لوګر کې ولایت کې هم د موټرو کارو بار له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د یاد ولایت په مرکز پل علم کې به د جمعې په بازار په نامه د موټرو د خرڅولو ستره میله جوړېده، چې له ټول افغانستان به ورته موټر او سوداګر راتلل او ځینې وخت به د سړکونو پره سره موټر نه ځاېدل.

د لوګر د بارګینونو اتحادیې مشر حاجي محمد داود وايي، چې اوس د امنیتي ستونزو له امله یاد بازار ته کم خلک راځي:

"زه دا ویلی شم چې مخکې د جمعې په ورځ کې له ۲۰۰ لکه نیولې تر ۳۰۰ لکو افغانیو پورې سوداګانې کېدلې، خو اوس یواځې له ۶۰ نیولې تر ۷۰ لکو پورې سوداګانې کیږي."

هغه زیاته کړه، چې کرولا او نور لوکس موټر خلک نه اخلي یواخې سراچه موټر بازار لري هغه هم د مزدورۍ لپاره اخلي .

د موټرو پلورونکي وايي، چې دامهال دلوړو بیو موټر پانګوال، دولتي چارواکي او پخواني قوماندان اخلي.

څوکاله وړاندې دافغانستان کابینې اعلان وکړ چې له ۲۰۰۰ ماډل ښکته موټر دې افغانستان ته نه را وارېدیږي، چې په دې سره یو زیات شمېر موټر چې افغانستان ته را وارد شوي و په موټر فروشیو کې ولاړي دي.

سوداګر له حکومت څخه غواړي چې وارد شویو موټرو ته دې دپلټ ورکولو اجازه وکړي.
XS
SM
MD
LG