د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

ایران د نویو اټومي فعالیتونو په تړاو له نړیوالو څارونکو سره همکاري کوي


د نتنز اټومي بټۍ
د نتنز اټومي بټۍ

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن چهارشنبې ټینګار وکړ چې حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاري وکړي.

هغه دغه څرګندونې د اسوشېټېډپرېس اژانس د روانې اوونۍ د هغه ځانګړي راپور له خپرېدو وروسته کړي چې ویلې يې دي، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومي بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی.

د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږي چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوي.

د دغه راپور خپرېدو په منځني ختیځ کې ډېرغبرګونونه راپارولي.

اسراییل چې هڅه کوي ایران اټومي وسله ترلاسه نه‌کړي، د ملي امنیت سلاکار یې د سې‌شنبې په ورځ وویل، که دغه ځای د امریکا د وسلو په نښه کېدو له واټن هر څومره لیرې او ژور هم وي، بیا به هم له حملې خوندي نه وي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن چهارشنبې د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د ایران اسلامي جمهوري د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې کار کوي او هر کله چې نوي فعالیتونه پیلوي، هغه له دې ادارې سره همغږي کوي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې په نتنز کې چې د تهران په شاوخوا ۲۲۵ کیلومترۍ واټن کې پرته ده، د رغنیزو کارونو په اړه د اسوشېټېډپرېس پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

د نتنز اټومي بټۍ چې دوه لسیزې مخکې یې موجودیت څرګند شو، د نړیوالو د اندېښنې یوه نقطه ده.

د سټلایټ په ذریعه اخیستل شویو تصویرونو کې په سیمه کې د خاورو ډبرو انبارونه لیدل کېږي او کارپوهانو اسوشېټېډپرېس ته ویلي چې ښایي دا له نویو تونلونو څخه چې ژوروالی به یې د اتیا مترو او سلو مترو ترمنځ وي، را ایستل شوې خاورې ډبرې وي.

له دې مخکې دا ډول ژور ځایونه د دې سبب شوي و چې امریکا یې د ویجاړي لپاره GBU -57 بمونه جوړ کړي چې له چاودېدو مخکې لږ تر لږه تر ځمکې لاندې اتیا متره ژورو ځایونو ته ځان رسولی شي.

یو شمېر امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه‌دي څرګند شوي، دې اژانس ته ویلي چې پر دې خبرې شوي چې د دغسې یوه ځای د ویجاړېدو لپاره که له جوړو شویو دا ډول دوو بمونو پرله‌پسې کار واخیستل شي.

خو دا نه‌ده څرګنده چې ایا د دوو پرله‌پسې بمونو استعمال به وکړای شي، لکه د نتنز په څېر دا ډول ژور ځایونه له مینځه یوسي او که‌نه.

د راپور له مخې که د دا ډول بمونو موضوع د مېز له سره لیرې شي، متحده‌ایالات او متحدین به یې د دغه ځای په نښه کولو لپاره لږ انتخابونه ولري.

که د ایران د اټومي پروګرام پر سر د جوړجاړي لپاره ډیپلوماسي همداسې په ټپه درېدلې پاتې شي لکه له څو میاشتو راهیسې چې ده، ښایي د وران‌کارۍ حملې له سره پیل شي.

ایران وایي، په دغه نوي ځای کې به د نتنز د ځمکې پر سر د سنتریفیوژونو د تولید هغه مرکز ځای پر ځای کړي چې د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې په یوه چاودنه او اورلګېدنه کې ویجاړ شوی و.

تهران هغه مهال ویلي وو چې د دغې پېښې تر شا د اسرائیل لاس دی، هغه هېواد چې ایران له مودې راهیسې د خپل اټومي پروګرام پر ضد په وران‌کاره فعالیتونو تورن کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG