د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

جي۷ ډلې د پنځوونکي مصنوعي ذهانت د اغېزو د ارزونې غوښتنه وکړه


د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران

د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګونو له چټکېدو سره یوځای بشري ټولنو تل دا اندېښنه لرله چې کمپیوټر د انسان ځای ونه نیسي.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مې په شلمه په خپله سرمشریزه کې د پنځوونکي مصنوعي ذهانت یا اې ای AI د اغېزو د ارزونې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې، سږ کال به د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه کارولو په اړه بحثونه پیل کړي.

د جاپان په هیروشیما ښار کې د جي اووه سرمشریزې نن په یوه بیان کې وویل، له کاپي رایټ څخه نیولې تر ناسمو معلوماتو پورې د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره به یوې کاري ډلې ته دنده وسپارل شي.

د جي اووه غړو هېوادونو په دې بیان کې ویلي، د پنځوونکي AI د فرصتونو او ننګونو د یوې ټولګې د سم‌دستي راټولولو اړتیا مهمه ګڼي.

بیان زیاتوي چې جي اووه اړوندو وزارتونو ته دنده سپاري څو د دې ټولنې د کاري ډلې په مرسته د هیروشیما د سرمشریزې د AI ټول‌شموله بهیر رامنځته کړي.

د ChatGPT په څېر د ډیجیټل اوازونو او تصویرونو د پنځولو او د سندریزو کمپوزونو او نورو محتویانو د جوړولو په هدف د AI کارولو که له یوې خوا خلک خوشاله کړي، له بلې خوا یې وارخطا کړي او حقوقي دعوې یې رامنځته کړي دي او دغه راز د محتویاتو جوړوونکي یو شمېر خلک تورنوي چې له اجازې پرته مواد رااخلي او خپروي يې.

د نړۍ دولتونه تر فشار لاندې دي چې سم‌دستي اقدام وکړي او دا ډول ګواښونه راکم کړي.

د چټ جي پي ټي ChatGPT د ازاد AI اجراییه رییس سام التمن د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې کمېټې ته وویل، د AI د مقرراتو د رامنځته کولو لپاره جدي اړتیا شته.

نوموړي وويل: "ازاد AI د دې باور په اساس رامنځته شو چې مصنوعي ذهانت دا توان لري چې د ژوند په نږدې هره برخه کې ښېګڼه راولي خو دا ټکنالوژي په عین حال کې جدي خطرونه هم لري چې موږ ټول باید د هغو د کنټرول لپاره په ګډه کار وکړو."

د اروپايي پارلمان وکیلانو هم په روانه اوونۍ کې د اروپايي ټولنې په کچه د چټ جي‌پي‌ټي او د مصنوعي ذهانت د نورو سیستمونو د ادارې لپاره د مقرراتو د رامنځته کولو په برخه کې لومړي ګامونه واخیستل.

چټ جي‌پي‌ټي د مصنوعي ذهانت د کارولو په وسیله د انساني محاورې د پنځولو کمپیوټري پروګرام دی.

د دې پروګرام وروستیو پرمختګونو په خلکو کې د انصاف، درناوي او شخصي حریم په ګډون د ځینو انساني ارزښتونو په برخه کې جدي اندېښنې پارولې دي او همدا راز د انټرنېټ د کارولو پر مهال د نورو سرغړونو ترڅنګ د ان‌لاین ځورونو، ناوړه چلند او د کرکې د خپراوي احتمالات یې زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG