د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

کندهار کې د توتانو موسم؛ د پېر او پلور بازار يې ګرم دی


د کندهار توتان
د کندهار توتان

اوس چې د کندهار په باغونو کې توت حاصل ته رسېدلي ورسره سم سلګونو کسانو د توتانو پلورلو ته مخه کړې ده.

توت پلورونکي وايي، سږ کال د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېرو کسانو د توتانو خرڅولو ته مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د شالمار دودیزه مېله چې معمولاً د توتانو د پخېدو پر مهال ترسره کېږي، سږ کال پر ډول او موسیقي د طالبانو د بندیز له امله په کمرنګه توګه ونمانځل شول.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG