د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

چارواکي: افغانستان کې د ځمکنیو توتانو د تولید کچه۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په دې وروستیو کې په افغانستان کې له نورو کرنیزو توکو سره په خوا کې ځمکني توتان ښه ترویج شوي، حاصل یې هم ښه وده کړې او د پلور ګرم بازار لري.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې روان کال په ټولیز ډول د ځمکنیو توتانو د حاصل کچه نږدې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي.

نوموړی وايي: "روان کال په ډېری ولایتونو کې د ځمکنیو توتانو حاصلات زیات شوي، ټولیز تولید یې نږدې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی چې ډېر یې په کابل، بلخ، ننګرهار، هرات، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې شوي دي."

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د نوموړي په وینا، روان کال په ټول افغانستان کې په ۳۲۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي او ورځ تر بلې یې د کښت ساحه نوره هم پراخېږي.

بزګران وايي چې افغانستان د ځمکني توتانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسبه هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ د دې مېوې کرکېله او پالنه دود شوی دی.

د کابل اوسېدونکی بزګر او روزونکی نذیز نوابي سوري ازادي راډيو ته وویل: "بلخ، کندز او د ننګرهار په ځینو ولسوالیو او همدا شان د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې زموږ حاصلات ښه او مناسب و، کال په کال د حاصلاتو کچه لوړېږي، موږ له خپلو حاصلاتو راضي یو."

کابل ښار کې د تازه مېوو پلورنکي وايي چې ځمکني توتان اوس مهال ښه بازار لري
کابل ښار کې د تازه مېوو پلورنکي وايي چې ځمکني توتان اوس مهال ښه بازار لري

نوموړی وايي، د نورو کرنیزو توکو پرتله د ځمکنیو توتانو د کرکیلي وخت او لګښت کم، خو حاصلات یې د پام وړ دي.

کابل ښار کې د تازه مېوو پلورنکي وايي چې ځمکني توتان اوس مهال ښه بازار لري او همدا یې د حاصل موسم دی.

د دوی له ډلې بلال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د ځمکنیو توتانو کیفیت ډېر لوړ دی، ښه بازار او خریدار لري، یوه کیلو په بازر کې په ۲۰۰ او ان په ۲۵۰ افغانیو پلورل کېږي، همدا اوس د حاصلاتو ښه موسم دی."

نوموړی زیاتوي، له افغانستان سربېره د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران ځمکني توتان هم افغانستان ته راځي، خو په خبره یې د کیفیت له پلوه د افغانستان له توتانو سره سیالۍ نه شي کولای.

ځمکني توتان ډېر ویټامېنونه او مغذي مواد لري او د افغانستان دا کرنیز حاصل نورو هېوادونو ته هم صادرېږي.

XS
SM
MD
LG