په کندهار کې توت پاخه شوي او خلک يي هم په خورا لیوالتیا پیري.
تقربیا د کندهار په ډیرو ولسوالیو کې توت شته، خو ارغنداب ولسوالۍ ترټولو زیات توت لري او د هرې جمعې په ورځ د ښار څخه په زرګونه کسان د توتو میلې ته ورځي.
د توتو خرڅول د ځینو کسانو لپاره د کاروبار ښه منبع ده.
د کندهار ښار د سړک پرغاړې په لسګونه کسان ناست او توت خرڅوي. د ازادۍ راډیو خبریال محمد صادیق ریښتیني دا انځوریز راپور برابر کړی دی.