د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

هلمند کې د شفتالو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بڼوال د بازار نشتوالي اندېښمن کړي


ارشیف: په افغانستان کې د شفتالو ونې
ارشیف: په افغانستان کې د شفتالو ونې

په هلمند کې د کرنې ریاست مسوولان وایي، په دغه ولایت کې يې د سولې بنیاد کرنیزې موسسې په همکارۍ د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په یو شمېر ولسواليو کې د بزګرانو سره د عصري کرنې د ترویج په برخه کې هڅې پیل کړي چې ښه نتيجه يې ورکړې ده.

دوی وايي، په دغه ولایت کې يې د انګور، انځر او انارو ترڅنګ د شفتالو باغونه هم جوړ کړي چې د شفتالو په حاصلاتو کې سږ کال د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

بل پلو ځايي بڼوال هم خوښ دي چې حاصلات يې زیات شوي، خو وايي، بازار نه‌لري او حکومت دې د بازار په پيدا کولو ورسره مرسته وکړي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00
XS
SM
MD
LG