د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۲

د کوکنارو بدیل؛ هلمند کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکه د میوو نوي بڼونه جوړ شوي


هلمند

هلمند کې د کرنۍ او مالدارۍ د برخې چارواکي وايي، د یو شمېر هغو بڼونو پر ځای یې چې وروستیو جګړو زیانمن کړي تېر کال په ۳۵۰ جریبه ځمکه نوي باغونه کښینولي دي.

د هلمند ولایت د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ رئیس زلمي الکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د ریاست له خوا سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د انارو، شفتالو او پلمو درې سوه پنځوس جریبه ځمکه باندې نوي تجارتي بڼونه جوړ کړي.

نوموړی وایي چې تر دې مهاله دې نوېو جوړېو شوېو باغونو ښه وده کړې او پلان لري دې ولایت کې د کوکنارو د یو بدیل په توګه هم باغداري پراخه کړي.

ښاغلي الکو زیاته کړه: "د کرنې ریاست په ۱۳۹۹ کال کې د دې ولایت په نادعلي، ناوې، ګرمسیر او نهر سراج ولسوالیو کې ۳۵۰ نوي تجارې بڼونه جوړ کړي چې اوس مهال هغه برګزو ته د باغدارۍ برخه کې روزنه هم ورکول شوې او د باغونو جوړول خپله د کوکنارو ښه بدیل دی."

ښاغلی الکو وايي تر دې مهاله دې نوېو جوړېو شوېو باغونو ښه وده کړې
ښاغلی الکو وايي تر دې مهاله دې نوېو جوړېو شوېو باغونو ښه وده کړې

الکو وايي چې تر څنګ یې پر بڼوالو کیمیاوي سرې هم وېشل شوي دي.

هلمند چې جګړو په کې باغونه هم زیانمن کړي، د کرنې او مالدارۍ رئیس یې وايي چې د دې هڅې یو هدف یې هم د جګړو له کبله دې ولایت کې باغدارۍ ته د اوښتې زیانونو جبرانول دي.

د هلمند کروندګر د کرنې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو دا هڅې ستايي.

د دې ولایت دوو کروندګر رحیم الله او جانان ازادي راډیو ته وویل، باغونه د کوکنارو ښه بدیل کیدای شي: "دې ولایت کې د باغدارې له ودې سره سم به خلکو خپله د کوکنارو څخه لاس په سر شي او هر باغ به په راتلونکي کې په لکونو-لکونو پیسې وګټې.

د هلمند کروندګر د کرنې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو دا هڅې ستايي
د هلمند کروندګر د کرنې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو دا هڅې ستايي

-زما په نظر هر اقدام چې د کرنې د ریاست له لوري د دغه ولایت د کروندګرو سره کېږي دا نه یوازې چې د کوکنارو په مخنیوي کې به ګټور تمام شي، بلکې د دغه ولایت د کروندګرو پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي."

خو هلمندي کروندګر وايي، په هلمند کې د کرنې پراخو ځمکو ته په پام باید افغان حکومت د کرنې برخې ته پاملرنه زیاته کړي او دې برخه کې کوکنارو د بدیل او کروندګرو سره د ملاتړ لپاره تر اوسه پراخ او زیات پروګرامونه عملي کړي.

هلمندیان همدارنګه روانه جګړه هغه ناورین بولي چې دې ولایت کې یې د کرنې او باغدارې په شمول د عامو خلکو د ژوند پر هره برخه ناوړه اغېزې کړي.

دوی له حکومت او طالبانو غواړي چې د دوی پر ځمکو او باغونو کې دې جګړې پای ته ورسوي او دوی دې پریږدي چې په امن کې په خپلو باغونو او کروندو کې زیار وباسي.

XS
SM
MD
LG