د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ژوبل دي


د لغمان په علیشنګ کې د تېرې شپې له کبله د ویجاړ شوي یوه کور انځور
د لغمان په علیشنګ کې د تېرې شپې له کبله د ویجاړ شوي یوه کور انځور

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د تېرې شپې زلزلې ۴ کسان وژلي او شاوخوا ٧٥ نور يې ژوبل کړي دي.

۳۵ کلن عبدالبصیر د لغمان ولایت د علیشینګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي چې دا او کورنۍ یې ویده وو چې زلزله وشوه او د شپې د تیارې او دوړو له امله یې ونه شو کړای چې خپله درې میاشتنې لور وژغوري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د شپې نه پوهېږم چې څو بجې وې، ناڅاپه حالت راغی زلزله شروع شوه. بس ماشومانو چیغې شروع کړې، په وتو کې دېوال راباندې وغورځېده. خپله هم زخمي شوم، یو زوی او دوه لورګانې مې زخمي دي. یوې لور مې په کې مړه شوه. دېوال ښه کلک دېوال و، بارانونه به هم کېده، خو زلزله ډېره سخته وه."

هیلۍ د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکې وايي چې د زلزلې له امله یې د کور چت او دېوالونه ویجاړ شوي او د دوړو له امله ورته تنفسي ستونزه پیدا شوې.

هیلۍ ازادي راډیو ته وویل: "د دغې زلزلې له امله د کور ټول پلسترونه نړېدلي، دېوالونه درز شوي، د کاشیانو په منځ کې درزونه پیدا شوي. لور ته مې د دوړو له امله تنفسي ستونزه پیدا شوه، دوه ساعته ورسره په روغتون کې وم، وروسته د شپې تر درېیو بجو پورې په موټر کې ناسته وم، ځکه احوال راغی چې بیا به زلزله وشي. د کور دېوالونه درز شوي وو نو فکر مو وکړ چې که دننه په کور کې اوسو ټول کور به په مونږ ونړېږي."

د کابل یوه څنډه کې یو شمېر اوسېدونکي د زلزلې له کبله له خپلو کورونو وتلي وو.
د کابل یوه څنډه کې یو شمېر اوسېدونکي د زلزلې له کبله له خپلو کورونو وتلي وو.

۵۰ کلنه مروارید بیا د پنجشېر د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو کلي اوسېدونکې ده.

مروارید ازادي راډيو ته وويل چې په دې زلزله كې يې كور په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

هغې وویل: "زلزلې زما کور وران کړ، زما ټول شیان له منځه لاړل، د المارۍ لوښي، هېڅ هم نه وو پاتې، زلزلې زمونږ هرڅه ویجاړ کړل."

د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دغې زلزلې شدت چې مرکز یې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې و، د ریښتر په کچه ۵.۶ او ژوروالی یې ۱۷۷ کیلومتره و.

د رحیمي په وینا، دې زلزله د افغانستان په اوو ولایتونو، کابل، تخار، لغمان، بدخشان، پکتیکا، خوست او سمنګان او دغه شان پر افغانستان سربېره د پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ځینې برخې هم لړزولي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د بېګانۍ زلزلې له امله د وژل شويو او ژوبلو کسانو د وروستيو شمېرو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل: "د تېرې شپې زلزلې له کبله، له بده مرغه ۷۵ تنه ټپیان لرو او او ۴ تنه شهیدان شوي. د شهیدانو له جملې، دوه تنه په تخار کې، یو په کابل کې او یو هم په لغمان کې وو."

زمان وايي، دوی هڅه کوي چې په نورو ولایتونو کې هم د ټپیانو او وژل شویو شمېر معلوم کړي.

د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په بېګانۍ زلزله کې شاوخوا ۶۳ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

تېر کال په پکتيکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله تر زرو ډېر کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپيان شول.

په پکتیکا کې د تېر ډسمبر په لومړیو کې د زلزلې له کبله سلګونه کسان مړه او ټپیان شول او دغه راز یو زیات شمېر کورونه هم ویجاړ شوي وو.
په پکتیکا کې د تېر ډسمبر په لومړیو کې د زلزلې له کبله سلګونه کسان مړه او ټپیان شول او دغه راز یو زیات شمېر کورونه هم ویجاړ شوي وو.

خو د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ټولیز ډول بیا په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کېد طبیعي پېښو له امله ۱۱۰۰ افغانان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG