د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

کاملا هرېس: روسیې په اوکراین کې د بشریت ضد جنایتونه کړي


د امریکا د جمهور رییس مرستیاله کاملا هرېس
د امریکا د جمهور رییس مرستیاله کاملا هرېس

د امریکا د جمهور رییس مرستیاله کاملا هرېس وايي، د شواهدو پر بنسټ روسیې په اوکراین کې د بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د اوکراین په خاوره د روسیې په بې دلیله یرغل باندې د نړۍ ګڼو مشرانو له هغې ډلې د امریکا د جمهور رییس مرستیالې کاملا هرېس خبرې وکړې.

مېرمن هرېس په اوکراین کې د روسي ځواکونو د سرغړونو څو بېلګې یادې کړې چې په کې د ځورونې، جنسي تېري او د ماریوپول د یوه زېږنتون بمباري پېښې شاملې دي.

هغې زیاته کړه: "په اوکراین کې د روسیې د کړنو په اړه، موږ شواهدو ته کتنه کړې. موږ په قانوني معیارونو پوهېږو او په دې کې شک نه شته چې دا د بشریت ضد جرم دی."

نوموړې دا هم وویل هر څومره چې لازمه وي متحده ایالتونه به د اوکراین ملاتړ وکړي.

کاملا هرېس له روسیې څخه د ایران او شمالي کوریا ملاتړ ته په اشارې وویل: "موږ دا هم لیدلي چې د شمالي کوریا او ایران په څېر هېوادونه د روسیې د وحشیانه جګړې د ملاتړ لپاره وسلې استولي دي."

مسکو پخوا په دې اړه ادعاوې رد کړې دي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا وون دیر لاین پرون د مونیخ امنیتي غونډې ته وویل چې متحدین باید له اوکراین سره خپل پوځي ملاتړ دوه چنده کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دغې درې ورځنۍ غونډې له پیلېدو سره سم د ویډیويي پيغام له لارې یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو او نورو تجهیزاتو د لېږد بهیر چټک کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د مونیځ کنفرانس ته د وینا پرمهال
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د مونیځ کنفرانس ته د وینا پرمهال

د زیلینسکي په وینا، روسیې ته باید وخت ورنه کړل شي، ځکه چې پر اوکراین د کریملین د ناحقه یرغل لومړۍ کلیزه په نږدې کېدو ده.

زیلینسکي ویلي په اخر کې به اوکراین د روسیې د تېري پر وړاندې بریالی شي، خو د هغه په وینا روسیه "لا هم د ډېرو خلکو ژوند تباه کولای شي."

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ په دې کنفرانس کې وویل چې جرمني به ډېر ژر اوکراین ته لیوپارډ ټانکونه واستوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم له متحدینو څخه وغوښتل چې د اوکراین لپاره ملاتړ زیات کړي او ویې ویل چې اوس له روسیې سره د خبرو وخت نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG