د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

هند له پاکستانه د اوبو شراکت په اړه د پخواني تړون بدلېدو غوښتنه کړې


ارشیف
ارشیف

هند پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره خبرو ته تیار شي.

د هند د یوې حکومتي سرچینې په وینا، نوي ډیلي له اسلام اباده غوښتې دي چې د اوبو د شراکت پخوانی تړون باید بدل شي او په لانجو کې دې د درېیم ګړي مداخله هم نه وي.

د رویټرز اژانس په باور دا وړاندیز به ښایي اسلام اباد وځوروي.

د اټومي وسلو د دغو دوو ګاونډیو دښمنانو ترمنځ له کلونو راهیسې د انډوس سیند پر سر د برښنایي بندونو د جوړېدو پر سر بحثونه روان دي، دا بحثونه د کشمیر پر سر د دواړو لوریو اختلافاتو پسې زیات کړې دي.

پاکستان اندېښنه لري چې د هند له لورې د اوبو بندونه به د اوبو جریان ټکنی کړي.

انډوس سیند د پاکستان د کرنې اتیا فیصده اوبه برابروي.

اسلام اباد په دې برخه کې د ستونزې د هواري لپاره د بې پرې متخصصانو او بې پرې محکمې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

هند پاکستان ملامتوي چې تل شکایتونه کوي او وایي چې د کیشنګنګا او راټلي د برښنا د بندونو د جوړېدو مخنیوی د انډوس د اوبو په تړون کې چې شپږ لسیزې مخکې لاسلیک شوی دی، نه دی شوی.

د هند د حکومت یوې سرچینې د جمعې په ورځ وویل چې نوي ډیلي پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د دې اوږدې لانجې د حل لپاره دې په نوي ورځو کې خبرو ته چمتو شي.

رویټرز اژانس د هند د حکومت د یوې بلې سرچینې په وینا خبر ورکړ چې واړه اختلافات حل کېدای شي او د درېیمې ډلې ضرورت نه شته، ځکه چې دا تړون دوه اړخیزه دی.

په دې تړاو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

د انډوس د اوبو تړون په نولس سوه شپیتم کال کې د نړیوال بانک په هڅونه هند او پاکستان لاسلیک کړی دی.

د‌ پاکستان صدراعظم شهباز شریف روانه میاشت له هند سره د خبرو وړاندیز وکړ او نوی ډیلی چې د مې په میاشت کې د شهانګهای د همکارۍ د سازمان د غونډې کوربه دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړې چې په دې غونډه کې برخه واخلي، خو د دواړو هېوادونو اړیکي له دوه زره نولسم کال راپه دې خوا د کشمیر پر سر ډېرې سړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG