د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

هند او پاکستان یو بل تورن کړل چې تروریستان تمویلوي او ترې کار اخلي


د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د هند او پاکستان له‎خوا په یو بل د کلکو تورونو او انتقادونو سلسله روانه وه.

د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې هند او پاکستان یو بل تورن کړل چې په سیمه کې تروریستان تمویلوي او ترې کار اخلي.

په‎دې روانه اسامبلۍ کې د هند یوې لوړپوړې استازې ایینام ګمبهیر وویل، پاکستان باید د نورو د ملامتولو پر ځای د "نوي پاکستان" د لیدلوري د ثابتولو لپاره ښکاره کړي چې د "دوکې او تخریب" دریځ یې بدل کړی.

دی وايي:

"موږ د پاکستان ادعا واورېده چې د ترورېزم پر ضد جګړه‎یې په خپله ګټه را اړولې، خو راځئ چې دا لاندې مسایل یو ځل چک کړو:

ګمبهیر دا خبرې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د شنبې ورځې تر خبرو وروسته وکړې چې هند‎ یې په پاکستان کې د ځینو مرګونو حملو مسوول وباله.

اغلې ګمبهیر وویل چې هند په پاکستان کې په تروریستي حملو تل خواشیني ښودلې او په دغو حملو کې د هند په ښکېلولو سره پاکستان وژل شویو بې ګناه انسانانو ته بې احترامي کوي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دې ډیپلوماتې که څه هم د پاکستان د تورونو د ځواب په نوبت کې دا خبرې وکړې، خو تر هغې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم په خپله اصلي وینا کې پاکستان د سیمې په ټولو ناکراریو کې ښکېل وباله.

خو پاکستان بیا بل څه وايي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل چې په پاکستان کې ګڼ تروریستي بریدونه د هند په ملاتړ شوي.

هغه وویل، پاکستان د ترورېزم په وړاندې ډېره مبارزه کړې، خو هند‎ یې په کراره نه پریږدي.

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

قریشي زیاته کړه:

"زموږ ختیځ ګاونډی هېواد لا هم د پاکستان پر ضد تروریستان تمویل، تجهیز او منسجم کوي. پاکستان به د پيښور په یوه ښوونځي باندې د ماشومانو قتل عام او د مستونګ مرګونی برید چې د هند له ملاتړ برخمنو تروریستانو کار و، هېڅکله له یاده ونه باسي."

په‎دې تورونو سربېره په کشمیر کې د هند او پاکستان همیشنۍ لانجه هم د دواړو هېوادونو د استازیو د وینا یوه اصلي برخه جوړوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې هند د کشمیر په اشغال سره ترورېزم پالي او په خلکو ظلمونه کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د هند ډیپلوماتې ایینام ګمبهیر پاکستان د کشمیر په اړه په سرغړاویو او وژنو تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې کشمیر به د هند خاوره وي او پاتې به شي.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG