د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج: پاکستان تروریستان ساتي


د هند د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په یوه تُنده وینا کې تور ولګاوه چې پاکستان تروریستان ساتي.

مېرمن سوشما سواراج پرون شنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډې ته په وینا کې دا خبره رد کړه چې ګنې هند له پاکستان سره د سولې خبرې سبوتاژ کوي، ویې ویل چې دا «چورلټ دروغ» ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې له وینا څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل:

"هند تر سولې سیاست ته ترجیح ورکړې ده."شاه محمود قریشي

خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې دې حقیقت ته اشاره وکړه چې اسامه بن لادن مخکې تر دې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه ومومي او ووژني، په پاکستان کې اوسېده.

دې همدا راز وویل چې د هند د ممبی د ۲۰۰۸ کال د حملې چې ۱۶۸ تنه پکې ووژل شول، اصلي طراح لا هم د پاکستان په کوڅو او واټونو کې بېغمه چکر وهي.

پاکستان وايي چې کافي شواهد نشته چې د ممبي په حملو کې مشکوک ونیسي.

مېرمن سواراج ملګرو ملتونو ته وویل:

"زموږ په مورد کې ترورېزم په کومه لېرې سیمه کې نه روزل کېږي؛ بلکې له پولې پورې خوا ته په لوېدیځ کې مو روزل کېږي."

په پام کې وه چې سوارج او قریشي روانه اوونۍ د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډو په څنګ کې سره وویني.

خو هند دا غونډه له اعلانه یوه ورځ وروسته په دې خاطر لغوه کړه چې په لانجمن کشمیر کې یو هندي پوله ساتی ووژل شو.

قریشي وویل چې دا درېيم ځل دی چې د هند اوسنی حکومت له پاکستان سره خبرې لغوه کوي.

XS
SM
MD
LG