د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره د کشمیر او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره د کشمیر او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه یې د کشمېر په لانجه کې د کړکېچ کمولو ته هڅولي دي.

ټرمپ په خپله ټوېټرپاڼه پرون لیکلي چې له خپلو دوو ملګرو د هند له صدراعظم نرېندرا مودي او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په سوداګرۍ، ستراتيژیکې ملګرتیا او تر ټولو مهمه د کشمیر په اړه چې پاکستان او هند دې په سیمه کې د کړکیچ د کمولو لپاره کار وکړي، غږېدلی.

ټرمپ وضعیت سخت خو خبرې یې ښې بللې دي.

دا په تېرو درې ورځو کې دوهم ځل دی چې ټرمپ له عمران خان سره په ټیلیفون خبرې کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وویل چې پاکستان غواړي چې د ملګرو ملتونو څارونکی ماموریت سمدستي د هند ترکنټرول لاندې کشمیر ته واستول شي او هلته دې پر ګرځېدو راګرځېدو لګول شوی بندیز لرې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي

هند د اګست له پنځمې د کشمیر کورواکي ختمه کړې چې له امله یې ځايي خلک مظاهرې کوي او حکومت هم پرې ګرځبندیز، د مخابراتي شبکو بندېدل او ځیني نور محدودیتونه لګولي.

پاکستان ویلي چې دا وضعیت ورته د منلو نه دی او باید محدودیتونه سمدستي لرې کړای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې مهال د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره خبرې کوي چې وړمه ورځ د رپوټونو په اساس، د هندي سرتېرو په ډزو کې د پاکستان او هند له پولې سره دوه ملکیان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

په ۱۹۴۷ کال له کله چې هند او پاکستان د دوو هېوادونو په توګه تاسیس شوي، ترمنځ له درېیو جګړو دوه یې د کشمیر پر سر وې.

دواړه پر بشپړ کشمیر د مالکیت ادعا کوي.

دواړه هېوادونه یو بل په دې سیمه کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورنوي.

XS
SM
MD
LG