نړۍ
ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا چین ته سفر وکړي

ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا پنجشنبه چین ته سفر وکړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چنینګ پرون وویل، چې سردار بیردي محمدوف د چین د ولسمشر شي جینپنګ په بلنه په دوه ورځني سفر چین ته ځي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې سفر په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ

په ناټو تړون کې د امریکا سفیرې جولین سمیت له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ، ویې ویل، دا ايتلاف هر وخت چې هند وغواړي په دې اړه خبرو ته تیار دی.
په ناټو کې د امریکا سفیرې پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم هند او امریکا په ځانګړي ډول د مځکنۍ بشپړتیا په اړه یو شان پالیسي نه لري، خو امریکا او ناټو د اوکراین له خلکو سره د هند د بشري مرستو ستاینه کوي.
اغلې سمیت وویل، ناټو د اوکراین د کړکېچ د حل کولو لپاره له هند سره پر له پسې په تماس کې ده او د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هند د ښکاره دریځونو ملاتړ کوي.
ایټالیا د 'چټ جې پي ټي' پلټفارم کارول منع کوي

د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې منع کوي.
دا پلټفارم د مایکروسافټ کمپنۍ په ملاتړ په نومبر میاشت کې راووت او ډېر ژر یې میلیونونه کسان ځان ته جلب کړل.
یو شمېر ساینسپوهانو د ډیجیټل ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کړې

د ایلن ماسک او سټیو وزنیاک په شمول د کمپیوټر د علم یو شمېر ساینسپوهان او نوښتګر دې نتیجې ته رسېدلي چې پر ډیجیټل ټکنالوژۍ ورځ تر بلې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس تسلط زیاتېږي نو د شپږو میاشتو لپاره د دې چټکې پرمختلونکې ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کوي.
دوی ویلي چې په دې شپږ میاشتو کې دې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه څېړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې سترې کمپنۍ بازار ته پر له پسې د مصنوعي ذهانت ټکنالوژي وړاندې کوي او ټاکل شوې ده چې ګوګل او مایکروسافټ ژر ورته ټکنالوژي بازار ته وړاندې کړي.
ایران د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود

ایران د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا هېواد غواړي د اذربایجان له خاورې څخه د ایران د ملي امنیت د ګواښلو لپاره کار واخلي.
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني ټینګار کړی چې تهران د هغه څه پر وړاندې لاس تر زنې نه شي پاتې کېدای چې ده د اذربایجان جمهوریت له خاورې د اسراییل دسیسه وبلله.
دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې ایراني چارواکي پر اذربایجان له دې کبله نیوکې کوي چې له اسراییل سره یې اړیکې جوړې کړي دي.
تېره اوونۍ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر تل ابیب ته لاړ او د خپل هېواد سفارت یې هلته پرانیست.
د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو کې ساعت تغییر وکړ

پنځه کاله پخوا اروپايي پارلمان پرېکړه وکړه چې په دې اتحادیه کې دې په هرو شپږو میاشتو کې د ساعت بدلون لغوه شي او نور دې د پسرلي په پیل او د مني په پیل کې ساعتونه مخکې او وړاندې کېږي نه، خو دا پرېکړه په بېلابېلو دلایلو عملي نه شوه.
د یکشنبې په ورځ، چې د مارچ د میاشتې وروستۍ وه، د هر کال په شان د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې ساعت تغییر وکړ یعنې یو ساعت وړاندې شو.
په دې ډول له افغانستان سره د منځنۍ اروپا په ساعت کې توپیر، چې پخوا دوه نیم ساعته و، اوس درې نیمه ساعته شو.
د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ د اوړو وېشلو پر مهال لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي

په پاکستان کې چې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی، د اوړو وېشلو په لړ کې لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.
پرون جمعه د خیبرپښتونخوا د حکومت له لوري د وړیا اوړو د وېش په لړ کې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۳ تنه تر پښو لاندې مړه او ۷ نور سخت ژوبل شول.
په څو نورو ځایونو کې د اوړو د وېش په ترڅ کې نښتې او ګډوډۍ پېښې شوې دي.
همداراز په کراچۍ ښار کې یوې خصوصي کمپنۍ زکات وېشه چې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۱۱ کسان مړه شول.
اکثره مړه شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
سویډن په ناټو سازمان کې د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره هیله ښودلې

د سویډن صدراعظم هیله ښودلې چې هېواد به یې په ناټو کې د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه ترلاسه کړي.
اولف کریسټیرسن تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د ترکیې پارلمان د رایو په اکثریت سره په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویب کړ.
د ناټو د غړي په توګه ترکیې په دې سازمان کې تل د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت کاوه، خو اوس فنلنډ دا غړیتوب ترلاسه کړ.
په ناټو کې د غړیتوب لپاره چې اوسمهال ۳۰ غړي هېوادونه لري یو نوی غړی باید د ناټو تړون د ټولو غړیو موافقه ولري او ان د یوه هېواد په مخالفت سره موانع جوړېدای شي.
د سویډن صدراعظم ویلي، تر اوسه د ترکیې ترڅنګ هنګري هم په ناټو سازمان کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه نه ده ښودلې.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له ترکیې او هنګري یې غوښتي څو د سویډن غوښتنه ومني او په ناټو سازمان کې د دې هېواد د غړیتوب پر وړاندې موانع لرې کړي.
هندي رسنۍ: په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی

هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی دی.
د راپورونو پر اساس دغه سوداګر ډایال سېنګ نومېږي او تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژل شوی دی.
له دې یوه ورځ مخکې هندي رسنیو په کراچۍ کې د بیرل ګیناني په نوم د یوه هندو ډاکتر له وژنې خبر ورکړی و.
د راپورونو پر اساس ګیناني د سترګو ډاکتر و او د پنجشنبې په ورځ په خپل موټر کې په ډزو سره وژل شوی و.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندو او سېک مدافع فعالانو له قوله ویلي، په تېرو دوو کالو کې په دې هېواد کې لس سېکان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د تېرو دوو ورځو پېښو مسوولیت نه دی منلی.
راشدخان د 'ای پي ایل' په لومړۍ سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د هندوستان د کرکټ په ستر سوداګریز لیګ یا ای پي ایل کې د جمعې په ورځ د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز ترمنځ سیالي د ګجرات په بري پای ته ورسېده.
دغه سیالي چې د هند د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چینای لومړۍ توپوهنه وکړه او ۱۷۸ منډې یې وکړې.
د دې لوبډلې لپاره روتراج ګایګواډ ښه توپوهنه وکړه، هغه د ۹ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۹۲ منډې وکړې.
د ګجرات په توپ اچونکو کې بیا راشدخان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د معین علي او بین سټوکس ویکټې یې د لوبې په مهمه برخه کې وسوځولې.
دغه راز محمد شامي او الیزاري جوزیف هم د چینای دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ټایټنز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
دوی ته شبمن ګیل ۶۳ منډې وکړې او راشدخان د لوبې په سختو شېبو کې ۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
سږکال په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبه کوي.
د ویلو ده چې د اپریل په لومړۍ نېټه به دوه سیالۍ ترسره شي چې، پنجاب کینګز به د کلکته نایټ رایډرز او لکنو سوپرجاینټز به د ډیلي کپيټلز پر وړاندې ولوبېږي.
سوريه کې د سپاه پاسداران يو افسر وژل شوی

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب وايي، په سوریه کې يې د اسرائیلو د برید له کبله یو تن افسر وژل شوی دی.
د ازادي راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، دا پېښه په سوریه کې د ایران د شتون د مخنیوي لپاره د اسرائیلو د زیاتېدونکو هڅو یوه نښه ده.
د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب په یوه بیان کې د میلاد حیدري په نوم د یوه افسر او د هغه د پوځ مشارو وژل کېدل تایید کړي دي.
دا په دوو ورځو کې په سوریه کې دوهم برید دی چې اسرائیلو ته منسوبیږي.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو ډېر وخت په سوریه کې د هوايي بریدونو د راپورونو په اړه د تبصري له کولو ډډه کوي.