د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې؛ د دواړو هېوادونو لوبډلې د فوټبال سیالي لري


د ایران د فوټبال لوبډله
د ایران د فوټبال لوبډله

د ایران او امریکا په اړیکو کې له سختې ترینګلتیا سره سره به د دواړو هېوادو د فوټبال ملي لوبډلې نن په نړیوال جام کې سره مخامخ شي.

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په دوام به نن د متحدوایالتونو او ایران لوبډلې سیاست یوې خواته پرېږدي او پر خپلو لوبو به تمرکز وکړي څو دا روښانه شي چې له دې دوو لوبډلو څخه کومه یوه په نړیوال جام کې پاتې کېږي او کومه یوه خدای پاماني ورسره کوي.

د ایران او امریکا لوبډلې وروستی ځل په فرانسه کې د ۱۹۹۸ کال په نړیوال جام کې سره مخامخ شوې وې، دا هغه وخت و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب ترخې خاطرې لا ژوندۍ وې.

هغه مهال به حتی سپینې ماڼۍ د دې لوبې په اړه خبرې کولې.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر بېل کلېنټن او د بهرنیو چارو وزیرې میډلین البرایټ په دې مناسبت د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې کولې.

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن
د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن

په هغه کال د دواړو لوبډلو مسابقه د ایران په ګټه پای ته ورسېده، خو هېڅ یوې لوبډلې هم بل پړاو ته لاره ونه موندله.

د امریکا او ایران ملي لوبډلو په ۲۰۰۰ کال کې هم یوه دوستانه لوبه وکړه چې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېدله.

د متحدوایالتونو لوبډله چې په B ګروپ کې په دریم ځای کې ده، یوازې په هغه صورت کې بل پړاو ته لاره موندلای شي چې په نننۍ لوبه کې ایران ته ماتې ورکړي او ایران چې په همدې ګروپ کې له انګلینډ وروسته په دوهم ځای کې دی په هغه صورت کې بل پړاو ته تللی شي چې له امریکا سره لوبه وګټي، خو که مساوي شي بیا به یې په نړیوال جام کې پاتې کېدل د انګلینډ او ویلز د لوبې له نتیجې سره تړلي وي.

ایران په مخکینیو لوبو کې انګلینډ ته ۲-۶ بایللې ده خو وېلز ته یې ۲-۰ ماتې ورکړې ده.

امریکا مخکې له ویلز سره ۱- ۱ او له انګلستان سره صفر د صفر په وړاندې مساوي لوبې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG