د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

ایران کې د لاریونونو دوام؛ په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲۶ ته رسېدلی


په ایران کې د روانو لاریونونو څخه یو انځور
په ایران کې د روانو لاریونونو څخه یو انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان په ایران کې په روانو مظاهرو کې د تلفاتو له زیاتوالي خبر ورکړی او د نورو وژنو د مخنیوي لپاره یې له نړیوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې ده.

د ایران د بشری حقونو سازمان چې مرکز یې په اوسلو کې دی، د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په اوسنیو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲۶ تنو ته رسېدلی.

د سازمان په خبره له دې ډلې ۴۳ یې ماشومان او ۲۵ وژل شوې ښځې دي.

په وژل شویو ماشومانو کې دری افغانان هم شامل دي.

د دغه سازمان معلومات ښيي چې د وژل شویو کسانو شمېر یواځې له ۲۲ ولایتونو راپور شوی او ډېرې وژنې په سیستان بلوچستان، تهران، مازندران، کردستان،زاهدان او ګیلان ولایتونو کې شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د مظاهره چیانو په وړاندې د ایران د ځواکونو ځپونکو اقداماتو ته په کتو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په وخت اقدام وکړي او د ډېرو خلکو د وژنې مخه ونیسي.

پرون شنبه هم د ایران په یو شمېر پوهنتونونو کې د محصلینو اعتصاب او اعتراضي غونډې روانې وې.

د ازادې اروپا راډیو فارسي څانګې فردا راډیو په سنندج او د تهران د ساینس او کلتور په پوهنتونونو کې د محصلینو د مظاهرو څو ویډیوګانې ترلاسه کړي.

په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې مظاهره کوونکي د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د تهران د علومو او کلتور پوهنتون محصلینو د مرګ پر دیکتاتور شعارونه ورکول.

د تهران د بهشتي پوهنتون محصلینو هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.

له بلې خوا حکومتي چارواکو هڅه کړې چې د دغو مظاهرو یو بل روایت وړاندې کړي.

د ایران د قضائیه قوې مرستیال کاظم غریب آبادي چې نیویارک ته په سفر تللی، په امریکايي ټولنیزو شبکو تور لګولی چې ګواکې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د تبلیغاتو لپاره یې په لسګونو زره جعلي اکاونټونه جوړ کړي دي.

له بلې خوا د جرمني صدراعظم اولاف شولتڅ د شنبې په ورځ په ټوېټر کې په یوه پیغام کې ویلي چې اروپا باید د ایران د سپاه پاسداران او د ایران پر حکومتي چارواکو د نویو بندیزونو په لګولو سره نور فشار راوړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولتڅ

اولاف شولتڅ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیرحسین عبداللهیان څخه وپوښتل: "تاسو څنګه حکومت یاست چې په خپلو خلکو ډزې کوئ؟"

په ایران کې له پنځوسو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي.

دغه اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ چې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوې وه، د اخلاقي پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د هغې پلویانو او کورنۍ ویلي چې هغه د وهلو ټکولو له امله مړه شوې، خو چارواکو ویلي چې هغه ناروغه وه او سکته یې کړې.

XS
SM
MD
LG