د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د اوکراین ختیځ کې روسي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا شوې


د اوکراین په خرسون کې د دې هېواد د ځواکونو له لوري پر روسي ځواکونو د یوه توغول شوي توغندي انځور
د اوکراین په خرسون کې د دې هېواد د ځواکونو له لوري پر روسي ځواکونو د یوه توغول شوي توغندي انځور

د اوکراین پوځ نن ادعا وکړه چې د دې هېواد په ختیځه دونباس سیمه کې یې روسي سرتېرو ته درانه تلفات اړولي دي.

د اوکراین د پوځ ستردرستیز د جګړې د ورځنیو راپورونو په لړ کې وویل روسي ځواکونو په ختیځو سیمو بخموت، افدییفکا او نوو پافلیفکا چې په وروستیو څو اونیو کې په دونېڅک کې د روسیې د عملیاتو مهمې برخې وې حملو ته دوام ورکړی.

د اوکراین پوځ په عین حال کې دا هم ویلي دي چې روسي ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر مهمو عامه تاسیساتو او د ملکيانو د استوګنې پر سیمو راکټي حملې هم نه دي درولي.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم د مسکو د حملو ستراتیژي لېونتوب بللی او وايي چې روسي ځواکونو ته هره ورځ درانه تلفات اوړي.

ښاغلي زیلینسکي بېګا ولس ته په خپله هره ورځنۍ ویډیويي وینا کې وویل: "د جګړې په لومړۍ کرښه کې زموږ ځواکونه اکثرا په دفاعي حالت کې دي خو په خیځو او جنوبي سیمو کې مو دښمن په تدریجي ډول په شا تمبولی دی. موږ پرمختګ کړی. دونېڅک لاهم د اشغالګرو د ډېرو لېونترا حملو مرکز دی او سلګونه سرتېري یې هره ورځ هلته وژل کېږي."

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

هغه زیاته کړه چې په پاولیفکا سیمه کې پرتو روسي سرتېرو د روسیې د لیرې ختیځ په پریمورسک کې د خپل ولایت والي ته شکایت کړی دی.

له دې مخکې سي اين اين تلوېزیون پرون راپور ورکړ چې د اوکراین د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو د روسیې د سمندري ځواکونو د ۱۵۵ مې لوا سرتېرو خپل والي اولېګ کوژيمیاکو ته په یوه لیک کې شکایت کړی چې دوی په دونېڅک کې یوې بې مفهومه جګړې ته استول شوي دي او یوازې په څلورو ورځو کې یې ۳۰۰ سرتېري مړه یا ټپیان شوي او ۵۰ سلنه تجهیزات یې له منځه تللي دي.

د زیلینسکي په وینا کوژيمیاکو د دې لیک په ځواب کې ویلي چې د دې سرتېرو تلفات هومره هم زیات نه دي او په دې خبره کې مبالغه شوې ده.

په خرسون کې چې د اوکراین له منځه د تېرېدونکي دنيپرو سیند په لویدیځه غاړه کې د روسیې په ولکه کې یوازینی ښار دی، مسکو ملکي وګړو ته امر کړی چې د اوکرایني ځواکونو د احتمالي حملو له کبله له خپلو کورونو ووځي.

په دې سیمه کې چې شاوخوا درې سوه زره نفوس لري اوس مهال برښنا نه شته.

د روسیې له خوا ټاکل شوي چارواکي د برښنا د نشتوالي پړه پر اوکراین اچوي خو اوکرایني چارواکي وايي چې روسي ځواکونو د برښنا یونیم کیلومتره مزي له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG