د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د چوب بازۍ نڅا څه وخت رامنځته شوې؟


د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د هندوانو چوب بازي، انځور - ارشيف
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د هندوانو چوب بازي، انځور - ارشيف

چوب بازي هغه نڅا چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یوازې هندوانو او سېکهانو پورې محدوه نه وه پاتې او د خوښۍ په محفلونو کې نورو افغانانو هم کوله.

افغان شاعر او لیکوال دیاسېنګ انجان که څه هم کره اسناد نه وړاندې کوي خو وايي، دا نڅا یا لوبه کاملاً افغاني ده.

ښاغلي انجان وايي، دا لوبه هندي ځکه نه‌ده، چې په خبره یې په هندوستان کې یوازې په ګجرات کې کېږي او د هغې هم بڼه بدله ده.

نوموړی زیاتوي، خو افغان هندوانو او سېکهانو په افغانستان کې هم دا نڅا د یو کلتوري میراث په توګه پاللې او په بهر ملکونو کې یې هم کوي.

ښاغلي انجان سره چې دا مهال په هندوستان کې اوسېږي، زموږ همکار اجمل تورمان د دغې نڅا د څرنګوالي په اړه مرکه کړې او په سر کې یې د پیدا یښت په اړه ترې پوښتلي دي.

د ښاغلي انجان مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
XS
SM
MD
LG