د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۵

مجاهد: سيمه‌ييز اتصال ته زمينه برابره شوې ده

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه‌ییز اتصال ډېر مهم دی او اوس دې ته ښه فرصت برابر شوی دی.

ښاغلي مجاهد دا خبره پرون په کابل کې د سیمه‌ییز اتصال په اړه یوه سمینار ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي د وینا په یوه برخه کې چې په خپله ټویټرپاڼه کې یې ایښې وایي، په افغانستان کې امنیت د سیمې د اتصال لپاره مهم دی چې ګټه به یې هم افغانستان او د سیمې هېوادونو ته رسیږي خو نوموړي په دې خبرې ټینګار وکړ چې د سیمې د هېوادونه لپاره باید دغه امنیت مهم شي.

"تاسې پوهیږئ چې که په دوبۍ کې یوه وړه پېښه هم کېږي، ټوله نړۍ غوغا پورته کوي"

نوموړي ويلي: "ټول ښکېل هېوادونه چې د افغانستان له ځمکې ګټه پورته کوي، تجارتي ګټه او مشروع ګټه، هغوی ته د دې سیمې امنیت مهم شي او نورو ته اجازه ور نه‌کړي چې دا سیمه نا امنه کړي. لکه نن سبا چې دوبۍ دا حیثیت په سیمه کې لري. تاسې پوهیږئ چې که په دوبۍ کې یوه وړه پېښه هم کېږي، ټوله نړۍ غوغا پورته کوي او ټوله نړۍ یې په وړاندې عکس العمل ښيي او غندي یې. ځکه هغه نقطه د ټولې دنیا لپاره مهمه ده، هلته سرمایه ده، هلته پیسې دي، هلته د خلکو ګټې دي، هلته د خلکو راکړه ورکړه ده."

د طالبانو د حکومت ویاند په داسې حال کې د افغانستان امنیت د سیمې د اتصال لپاره مهم بولي چې تر اوسه یې حکومت د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG