د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې اورئ چې مېرمن ګاډا ويلي وايي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د نشه يي موادو د قاچاقو د ستونزې په برخه کې ځواب ويلو ته چمتو شي.
په يوه بل مطلب کې به واورئ چې په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکو له شپږو میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي.
دغه راز د معتادینو د درملنې له يوه اجتماعي کارکوونکي سره مرکه شوې او د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: