د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې راپور شته چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي.
په يوه بل مطلب کې به واورئ چې يوه تازه څېړنه ښيي، په سلو کې د ۷۰ معتادینو مړینه د نشه يي موادو د اندازې د ډېروالي له امله ده.
دا چې کوم خلک اعتیاد ته مساعد یا برابر دي، په دې اړه له ډاکتر محمد ګل صميم سره مرکه شوې.
دغه راز د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: