د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د آذربایجان او ارمنستان خونړۍ نښتې؛ د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو کتلي


د آذربایجان د بهرنیوچارو وزیر جیحون بایراموف له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر انتوني بلینکین په منځګړتوب او د ملګروملتونو د عمومي کلنۍ اسمبلې په څنډه کې وکتل.
د آذربایجان د بهرنیوچارو وزیر جیحون بایراموف له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر انتوني بلینکین په منځګړتوب او د ملګروملتونو د عمومي کلنۍ اسمبلې په څنډه کې وکتل.

د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرون دوشنبې په داسې حال کې په نیویارک کې سره وکتل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و.

د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پرسر له خونړۍ جګړې وروسته چې نژدې ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول، د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیوچارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره پرون په نیویارک کې سره وکتل.

د آذربایجان د بهرنیوچارو وزیر جیحون بایراموف له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر انتوني بلېنکین په منځګړتوب او د ملګروملتونو د عمومي کلنۍ اسمبلې په څنډه کې وکتل.

په داسې حال کې چې د ارمنستان او آذربایجان په سرحد کې یو حساس اوربند اوس هم نافذ دی، د دې کتنې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکېچ اوارول بلل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، له دې کبله خوشاله دی چې جګړه پای ته رسېدلې او له دواړو خواوو د راکټونو توغول بند شوي دي خو زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګ او دوامداره ډیپلوماتیک تعامل د ټولو لورو په ګټه دی. ښاغلي بلېنکین یادونه وکړه چې د اختلافونو د حل او دوامداره سولې د ټینګښت لپاره لارې چارې شته.

د آذربایجان د بهرنیوچارو وزیر ښاغلي بایراموف د غونډې له پیلېدو مخکې وویل هېواد یې تل د خبرو لپاره تیار دی او زیاته یې کړه چې له ارمني سیال سره د ده خبرې غیرمعمولي نه دي.

بایراموف له متحدوایالتونو سره د خپل هېواد د اړیکو له کچې هم رضایت څرګند کړ.

دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې ارمنستان ویلي، له آذربایجان سره په ګډ سرحد کې د تېرې اونۍ په نښتو کې ۲۰۷ کسان مړه یا تري تم شوي دي.

دا په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له شپږ اونیزې جګړې وروسته تر ټولو درنه جګړه وه.

نیکول پاشینیان
نیکول پاشینیان

د ارمنستان د ملي امنیت شورا پرون دوشنبې په هغه غونډه کې چې مشري یې صدراعظم نیکول پاشینیان کوله وویل، په ورکو شویو خلکو کې دوه ملکيان هم شامل دي.

امنیت شورا همداراز زیاته کړه چې په دې جګړه کې ۲۹۳ تنه سرتېري او درې ملکي وګړي هم ټپیان او شل نور اسیران شوي دي.

آذربایجان ویلي دي چې ۷۹ تنه سرتېري یې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG