د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

سوریه کې د داعش پر یوه لوی کمپ عملیات پای ته رسېدلي


سوریايي جنګیالي
سوریايي جنګیالي

د امریکا تر ملاتړ لاندې سوریایي ځواکونه وايي، د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه لوی کمپ د دوی عملیات پای ته رسېدلي.

د امریکا د پوځ تر ملاتړ لاندې د سوریې کرد ځواکونه وايي چې د الحول په نوم د اسلامي دولت ډلې پر کمپ د دوی ۲۴ ورځني عملیات چې د اګست په ۲۵ مه پیل شوي وو، پرون پای ته ورسېدل.

دې ځواکونو په یو بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي، داعشیانو په دې کمپ کې چې د ډلې اړوند لسګونه زره ښځې او ماشومان په کې دېره دي، د وسله والو یو نوی نسل روزه او نجونو او هلکانو ته یې افراطي نظریات ورښودل څو وکولای شي چې د اسلامي دولت په نوم دوهم خلافت رامنځته کړي.

د بیان له مخې دا عملیات د کرد وسله والو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو چې د امریکا پوځ یې ملاتړ کوي او د امریکا په مشرۍ اېتلاف کې نورو شاملو ډلو ترسره کړي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د سوریې د شمال ختیځ ولایت حسکې په الحول ښار کې د دې پوځي عملیاتو په نتیجه کې دوه ایزدۍ نجونې، چې د ناوړه جنسي استفادې لپاره د مینځو په توګه څو کاله مخکې له عراق څخه تښتول شوې وې او څلور غیرایزدۍ مېرمنې چې په ځنځیرونو کې ساتل کېدلې او ډېرې شکنجه شوې وې هم ژغورل شوې دي.

د امریکا تر ملاتړ لاندې سوریايي وسله والو همداراز ویلي چې د الحول کمپ په عملیاتو کې د ۳۶ ښځو په ګډون ټول ۲۲۶ کسان هم نیول شوي دي.

د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې په دې کمپ کې شاوخوا پنځوس زره عراقي او سوریايي وګړي دېره دي چې په دوی کې نژدې شل زره ماشومان او پاتې یې د داعشي جنګیالیو کونډې او مېرمنې دي.

د نوموړي کمپ په یوه بله برخه کې د ۵۷ هېوادونو نژدې دوه زره ښځې چې د داعش سرسختې پلویانې دي، له خپلو ماشومانو سره چې شمېر یې اته زرو ته رسېږي، ژوند کوي.

د الحول کمپ په پیل کې د داعش ډلې د جنګیالیو د کورنیو د استوګنې لپاره جوړ او د ۲۰۱۸ کال په پای کې دا کورنۍ هلته ځای پرځای شولې ځکه کرد ځواکونو د سوریې په ختیځ کې ځینې سیمې له دې جنګیالیو څخه ونیولې.

د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې وروستۍ کلي هم ونیول شول او د هغه تش په نامه خلافت لمنه ټوله شوه چې دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې او عراق په پراخو برخو کې اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG