د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د داعش مشر القریشي ووژل شو؛ بایډن: سوریه کې مهم ترورستي ګواښ له منځه لاړ


د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي کور
د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي کور

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر وایي، د ځانګړیو امریکایي ځواکونو له لوري تېره شپه د اسلامي دولت ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي له وژلو سره په سوریه کې یو مهم ترورستي ګواښ له منځه ولاړ.

جوبایډن پرون چهارشنبه (د سلواغې ۱۴مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال د القریشي مړینه تایید کړه او څرګنده یې کړه؛ کله چې امریکایي ځواکونه ده ته ورنژدې کېدل ده له وېرې پر ځان چاودنه وکړه.

ولسمشر بایډن زیاته کړه، القریشي پرته له دې چې په دې ودانۍ کې چې دی و خپلې کورنۍ یا نورو ته پام وکړي پرځای یې چاودنه وکړه او له دې پاتې شو چې د خپلو جرمونو په خاطر عدالت ته وړاندې شي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل، د ده اداره به له شریکانو سره دې هڅو ته دوام ورکړي چې پر داعش فشار پسې زیات کړي.

د امریکا د ولسمشر په وینا دې عملیاتو په ټوله نړۍ کې ترهګرو ته یو پیاوړی پیغام ورکړ: "دا عملیات دا ثابتوي چې امریکا دا توان لري چې ترهګرو ته که د نړۍ په هرځای کې پټ شوي وي، ور ورسېږي او ویې ځپي."

تر خبرې غونډې مخکې ولسمشر بایډن په یوه بیان کې ویلي و چې د سوریې په شمال لویدیځ کې امریکایي ځواکونو د ترورستانو پر ضد عملیات ترسره کړي دي او دا پوځیان بېرته روغ رمټ خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي.

بلېنکن زیاته کړه، د القریشي مړینه پر داعش سخت ګوزار دی او هدف د تل لپاره د داعش له منځه وړل دي.
بلېنکن زیاته کړه، د القریشي مړینه پر داعش سخت ګوزار دی او هدف د تل لپاره د داعش له منځه وړل دي.

بل لورته د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، دا عملیات د داعش پر ضد په عراق او سوریه کې د نړیوال ایتلاف د پراخو عملیاتو یوه برخه وه، څو په دغو دوو هېوادونو کې د داعش له لوري د سیمو د نیولو مخنیوی وکړي او د ازادو شوېو سیمو ثبات خوندي شي.

بلېنکن زیاته کړه، د القریشي مړینه پر داعش سخت ګوزار دی او هدف د تل لپاره د داعش له منځه وړل دي.

بلې خوا ته روسیه چې د اوکراین پرسر له لویدیځ سره په کړکېچ ده په سوریه کې یې د داعش د مشر د مړینې د پېښې ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د غړیو په ګډون د داعش پر ضد د نورو هېوادونو د هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG