د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

اسلامي هېوادونه اساسي قانون ته اړتيا لري؟


د افغانستان اساسي قانون
د افغانستان اساسي قانون

د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر د یکشنبې په ورځ د وږي په ۱۴مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال دې پوښتنې ته چې ایا په افغانستان کې اساسي قانون ته اړتیا شته که نه؟ په ځواب کې وویل چې، اساسي قوانینو ته کفري هېوادونه د خپلو چارو لپاره اړتیا لري.

ځکه د ده په وینا هغوی الهي نظامونه نه‌لري.

ښاغلي حیدر وویل، په اسلامي نړۍ کې چارې د قران کریم او د پیغمبر د سنت په اساس پر مخ بیول کېږي.

په تېره زمري میاشت کې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده په یوه فرمان کې طالبانو ته امر وکړ چې ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت له مخې وکړي او د بشر په لاس جوړ شوي قوانین دې نه عملي کوي.

احمد تکل د حقوقي او شرعي چارو له شنونکي او لیکوال صلاح الدین سعیدي سره پر دې موضوع خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ایا اسلامي هېوادونه په رښتیا اساسي قوانینو ته اړتیا نه‌لري؟

د ښاغلي صلاح الدين سعيدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
XS
SM
MD
LG