د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د کابل کارته سخي کې د طالبانو او وسله والو ترمنځ جګړه


ارشیف
ارشیف

عیني شاهدان وايي، د کابل د کارته سخي په سیمه کې د درنو وسلو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي او هلته جګړه روانه ده.

یوه ویډیو چې په کې د کابل کارته سخي سیمه کې د جګړی ځای لیدل کېږي او تر خوا یې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، د سیمې یو اوسېدونکي سخي سادات ازادي راډیو ته رالېږلې.

د کابل کارته سخي سیمه
د کابل کارته سخي سیمه

سخي چې په کارته سخي کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هلته کور په کور پلټنه پیل کړې وه او کله چې یو کور ته ورسېدل، پرې ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه، جګړه لا هم روانه ده او ان په سیمه کې د راکټ او چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي.

نوموړي وویل: "په بلاک کې دننه درنه جګړه روانه ده. البته که ووایم چې تصفیوي عملیات روان دي. زما د سترګو لیدلی حال دی چې درې تنه وژل شوي و او یو تن ټپي و، نور ډېر جزییات نه‌لرم."

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په سیمه کې د راکټونو د توغول کېدو او چاودنو په اړه څه نه وايي، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته یو لیکلي پیغام کې لیکلي: "د طالبانو امنیتي ځواکونو د کارته سخي په سیمه کې چاڼیز عملیات کول چې له یوه کور پرې ډزې وشوې. دا کور اوس تر سختې کلابندۍ لاندې دی او چاڼیز عملیات روان دي."

نوموړي د دې پېښې د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو اونیو کې په کابل څو امنیتي پېښې وشوې.

د کابل په کرکټ لوبغالي کې د زمري میاشتې د اوومې نېټې په چاودنه کې د طالبانو په وینا دوه کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول خو ملګرو ملتونو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ښودلی و.

په ورته وخت کې د القاعده شبکې مشر ایمن الضواهري هم د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوتکه الوتکې په برید کې ووژل شو، طالبانو د دغې پېښې په اړه ویلي وو، چې د کابل په شېرپور سیمه کې چې څوک په کې نه وو یو توغندی لګېدلی دی.

په ورته وخت کې په همدې ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې هم د عیني شاهدانو او کابل اوسېدونکو په خبره یوه چاودنه وشوه، دوی ازادي راډیو ته ویلي وو، دا چې چاودنه سهار وختي شوې وه، نو مرګژوبله یې نه درلوده.

خو طالبانو دا پېښه تايید نه کړه.

XS
SM
MD
LG