د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه د والسټريټ ژورنال تبصره


نړيوالې ورخپاڼې
نړيوالې ورخپاڼې

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د هغې وروستۍ څېړنې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د افغانستان د نژدې شل کلنې جګړې په اړه یې ترسره کړې ده.

ورځپاڼه د هغو شنونکو له قوله چې دا څېړنه یې لیدلې ده لیکي چې د پنټاګون مشران د افغانستان په جګړه کې د امریکا د پوځ د ونډې د څېړنې په اړه د ارزونې په حال کې دي خو تر اوسه یې دا پرېکړه نه‌ده کړې چې آیا د ورځپاڼې په وینا د دې خورا محرم سند ځینې برخې خپرې شي که نه؟

والسټریټ ژورنال لیکي چې د دې څېړنې مسوده د روانې میاشتې په لومړیو کې د پنټاګون چارواکو ته وړاندې شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي په داسې حال کې چې په امریکا کې د منځ‌مهالو انتخاباتو نېټه رانژدې کېږي، د دې ډول څېړنو نتایج له سیاسي پلوه ښايي یو لړ ستونزې رامنځ ته کړي ځکه پر ولسمشر جوبایډن هسې هم له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو له کبله د ملي امنیت، پوځ او کانګرس په کړیو کې د دواړو ګوندونو له خوا انتقادونه کېږي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو اېستل چې په وروستیو ورځو کې یې ګډوډي په‌کې پېښه شوه، له خورا ډېرو انتقادونو سره مخامخ شول.

منتقدان وايي له ۱۲۰ زرو زیات افغانان له هېواده بهر ته ولېږل شول چې د دوی په وینا د دې پرېکړې عملي کول د ولسمشر بایډن لویه تېروتنه وه.

والسټریټ ژورنال د مطلب په دوام لیکي چې د امریکا هېڅ یوه اداره او سازمان هم د تخلیې د څرنګوالي په اړه له انتقادونو خوندي نه ده.

ځینو چارواکي وايي پنټاګون د هغو کسانو د اېستلو لپاره چې کلونه کلونه یې د امریکا له پوځ سره مرسته کړې وه، باید تر دې ښه پلان جوړ کړی وای.

د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت هم د دې افغانانو په اېستلو کې د ځنډ له وجې سخت انتقادونه شوي.

والسټریټ ژورنال همدا راز یادونه کوي چې د امریکا کانګرس تېر کال یو ۱۶ کسیز کمېسیون وګوماره څو د افغانستان د جګړې، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د متحدو ایالتونو له پوځي یرغل سره سم پیل شوه یو بشپړ روایت ولیکي.

مېل انلاین خپرونه:

مېل انلاین خپرونې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلو د ټکانونو په اړه د استوشیتید پریس خبري آژانس راپور خپور کړی.

په راپور کې د طالبانو د یوه چارواکي له قوله ویل شوي دي چې د دې زلزلې په ټکانونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي دي چې د دې زلزلې قدرت د رېښتر په مقیاس ۵،۱ درجې وه.

مېل انلاین لیکي، زلزله په همغه سیمه کې شوې چې تېره میاشت یوې سختې زلزلې سلګونه کسان ووژل او درانه مالي زیانونه یې واړول.

مېل انلاین زیاتوي چې وروستیو زلزلو په افغانستان کې یو نوی بحران راوستی او د طالبانو د ځواک محدودیت او انزوا یې نور هم په ډاګه کړل.

د مېل انلاین د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او ورسره د نړیوالو د مالي مرستو د بندېدو له کبله د هېواد اقتصادي سقوط نور هم چټک شو چې دې کار یوه بشري بحران ته هم لاره اواره کړه.

XS
SM
MD
LG