د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

اوکراین کې د ویشتل شوې یوې ودانۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي


پر چاسیف یار راکټي برید په اوکراین کې پر ملکي ودانیو د روسیې د بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستی برید دی.
پر چاسیف یار راکټي برید په اوکراین کې پر ملکي ودانیو د روسیې د بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستی برید دی.

د اوکراین د ژغورنې عملې د یوه پنځه پوړیز اپارتمان په کنډوالو کې وروسته له هغه لټون ته دوام ورکړ، چې د روسي پوځ راکټونو په ختیځ دونیتسک سیمه کې دا ودانۍ وویشته او لږترلږه ۱۵ کسان یې په کې ووژل.

اوکرایني چارواکي اندېښنه لري، چې په چاسیف یار ښارګوټي کې لسګونه کسان لاهم په نړېدلې ودانۍ کې بند پاتې دي.

چارواکو ویلي، چې روسي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د لوهانسک د ډېری برخو تر نیولو وروسته پر دونیڅک سیمې بریدونه زیات کړي دي.

د ژغورنې په عملیاتو کې د پېښې په ځای کې ۱۵ مړي وموندل شول او پنځه کسان په چاسیف یار ښارګوټي کې له نړېدلې ودانۍ ژوندي را وایستل شول.

تر دې مخکې د دونیڅک سیمه ییز والي پاولو کریلینکو ویلي وو، چې د روسي توغندي له لګېدو وروسته لږ تر لږه ۳۰ نور کسان تر ړنګه ودانۍ لاندې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، پر چاسیف یار ښار برید دې ته هڅولی چې د جنګي جرمونو پر موضوع راتلونکې اوونۍ خبرې وکړي.

هغه وویل، هغه مذاکرات به چې دی یې پلان لري، د روسي جنګي مجرمینو په سزا کې مرسته وکړي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرماک ویلي، دا "یو بل ترهګریز برید" و او روسیه باید د "ترهګرۍ د ملاتړي دولت" په توګه وپېژندل شي.

پر چاسیف یار راکټي برید په اوکراین کې پر ملکي ودانیو د روسیې د بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستی برید دی.

دونیڅک او لوهانسک د اوکراین په دونباس سیمه کې موقعیت لري.

دغه سیمه وروسته له هغه د روسي ځواکونو تر بریدونو لاندي راغله چې د پلازمېنې کییف په نیولو کې پاتې راغلل.

XS
SM
MD
LG