د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

اوکرایني چارواکي: په دونیتسک د روسیې د بریدونو له امله ۱۵ کسان وژل شوي


په دونیتسک کې د نړېدلې ودانۍ انځور چې د شپې په اوږدو کې د ودانۍ دننه د جسدونو او پاتې کسانو لټون دوام درلود.
په دونیتسک کې د نړېدلې ودانۍ انځور چې د شپې په اوږدو کې د ودانۍ دننه د جسدونو او پاتې کسانو لټون دوام درلود.

اوکرایني چارواکي په دونیتسک سیمه کې د روسیې د راکټي بریدونو په نتیجه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د روسیې اورګان راکټونو په دونیتسک سیمه کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه کړه.

د شپې په اوږدو کې د ودانۍ دننه د جسدونو او پاتې کسانو لټون دوام درلود.

د دونیتسک سیمې پوځي قوماندان پاولو کریلینکو پرون د جولای ۱۰مه وویل، چې د چاسیف یار په ښارګوټي کې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.

د دغه ښار نفوس شاوخوا ۱۲ زره اټکل شوی دی.

د چاسیف يار ښار يوې اوسېدونکې ويرينا رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د څو راکټونو د لګېدو غږ يې واورېد.

هغه زیاته کړه: "ما ټوله شپه په سړک تېره کړه. د راکټ له لګېدو وروسته موږ په سړک کې پاتې شو. ما فکر کاوه چې بیا به هم راکټونه لګېږي. ودانۍ درې ځله وویشتل شوه. په ودانۍ کې پاتې نه شومه."

په تېرو دوو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د استوګنې ودانۍ د روسیې د راکټي بریدونو هدف ګرځي.

د همدې میاشتې په سر کې د اودیسا ښار یوه ودانۍ په نښه شوه چې په پایله کې یې ۲۱ تنه ووژل شول.

تېره میاشت بیا روسیې په کریمینچوک ښارګوټي کې یو سوداګریز مرکز په نښه کړ چې ۱۹ کسان یې ووژل.

روسیه، چې ادعا کوي د اوکراین د بې وسلې کولو لپاره یې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي، د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.

روسیې د فبرورۍ له ۲۴ په اوکراین یرغل پيل کړی او تر دې دمه یې له ګڼو نړیوالو فشارونو او د اوکراینیانو له مقامت سره سره له خپلو بریدونو لاس نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG