د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

زلنسکي: د لويديځ ورکړل شوی توپخانه‌يي سيستم د جګړې په ډګرونو کې اغېزناک ثابت شوی


ارشيف
ارشيف

ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې د دغو درنو وسلو په پياوړې توګه کار کړی او ښه پایله یې لرله.

د اوکراین ولسمشر وايي، دوی اوس بالاخره احساس کړه چې د لویدیځ له خوا ورکړل شوی توپخانه یی سیستم او درنې وسلې ښې ثابتې شوي دي.

ولودمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پيغام کې وویل چې د همدغو درنو وسلو په وسیله د دوی ځواکونو "د یرغلګرو" ګدامونو او لوجستک مرکزونو ته کلکه ضربه ورکړې چې دا د ده په وینا د جګړې د اور له کمښت سره مرسته کوي.

زلنسکي وایي، ځواکونه یې اوس د جنوبي سیمو خېرسون او زاپوریژیا په ګډون څو استقامتونو کې د پرمختګ په حال کې دي.

د هغه په وینا ځواکونه یې دا مهال د ټول جنوب، ټولې دونباس سیمې او دغه راز خارکیف ښار لپاره جګړه کوي.

زلنسکي زیاته کړې، روسي ځواکونه چې ده اشغالګر یاد کړي دي، باید دا فکر ونه کړي چې اواکراین کې به د اوږدې مودې لپاره پاتې کیږي.

د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي

بل لور ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا ویلي چې له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره یې پرون کتلي دي.

کولیبا په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا اوکراین ته د نورو درنو وسلو د ورکړې په همغږۍ خبرې کړي دي.

کولیبا په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره هم کتلي چې دغې کتنه کې یې اوکراین ته د جرمني د هغه توغندیز سیستم د بېړنۍ ورکړې غوښتنه کړې چې په یو وار څو توغندي توغولی شي.

له دې سره همهاله د اوکراین پر دونباس سیمې د روسي ځواکونو بریدونه دوام لري او اوکرایني چارواکو له عامو خلکو غوښتي چې سلویانسک ښار او د دونباس نورې سیمې تخلیه کړي.

سلویانسک هغه سیمه ده چې په دې وروستیو شپو ورځو کې روسي ځواکونو پرې درنې بمبارۍ کړي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسي ځواکونو دونتڅک سیمه سره تبۍ ګرځولې او ملکیانو ته ژوند په کې له خطره ډک دی.

پخوا تر دې روسي پوځیانو ادعا کړې وه چې د اوکراین ختیځ کې يې لوهانسک سیمه بشپړه نیولې ده، خو اوس یې لږ تر لږه دوه سیمو کې د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

روسي اړخ هم د جګړې ډګر کې د لاسته راوړنو ادعا لري.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې خارکیف کې تر سلو پورې اوکرایني ځواکونه وژلي او څلور زغره وال ټانکونه یې له منځه وړي دي.

دغه وزارت دغه راز ویلي چې د اوکراین د هوایي دفاع یو رادار او هغه کمپ یې له منځه وړی چې بهرني جنګیالي په کې وو.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلي، ځواکونو یې دوه هغه توغندیز سیستمونه له منځه وړي چې امریکا اوکراین ته ورکړي وو، خو اوکرایني چارواکو د روسیې دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG