د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

کونړ او نورستان کې د واورو د اورښت له امله شپنو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي


انځور، د نورستان برګمټال ولسوالۍ
انځور، د نورستان برګمټال ولسوالۍ

د نورستان او کونړ په یو شمېر لوړوغرنیو سېمو کې د بې وخته واورې اورښت له امله د شپنو کوټې نړېدلي چې له کبله یې د سر و مال زیانونه اوښتي دي.

له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، په دواړو ولایتونو کې هر اوړی شپانه څاروي د غرونو لوړو او شنو سېمو ته بیايي او هلته د ژمي تر پیل کېدو پورې څاروي څروي، خو سږ کال بې وخته واورې هغوی ته کړاوونه پېښ کړي او په واورو کې بند پاتې دي.

د کونړ د ټولګټو چارو سرپرست رئیس او د دیوه ګل درې اوسیدونکي مولوي قدرت الله معاذ په خپله سېمه کې د واورو او هلته د شپنو د حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کونړ او لغمان په لوړو شریکو ساحو کې چې موږ ورته (کونډونه) وایو شپانه بند پاتې دي.

په دغو ځایونو کې ۱۲ شپانه مړه شوي او ډېر شمېر څاروي هم مړه شوي دي

. د چپې درې، څوکۍ ولسوالۍ او د لغمان له طرفه خلک ور روان شوي دي. خو لا تر اوسه نه‌دي رسېدلي او چې کله ورسیدل نور معلومات به بیا در سره شریک کړو."

په نورستان کې چارواکي وايي چې په بېلابېلو لوړو سېمو کې څاروي لرونکي په واورو کې بند پاتې دي.

نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وايي، د کونړ او له نورو سېمو څخه چې کوم مالداران نورستان ته ورغلي، هغوی په واورو کې بند پاتې دي.

سږ کال افغانستان کې غير موسمي واوره وشوه چې له امله يو شمېر سيمو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل
سږ کال افغانستان کې غير موسمي واوره وشوه چې له امله يو شمېر سيمو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل

که څه هم چې له هر کلي څخه ځوانان د هغوی کومک ته ور روان شوي، خو که د بارانونو او واورو اورښت همداسې دوام وکړې نو د بندو کسانو راایستل به د ولسونو له واکه ووځي.

که په کونړ او نورستان کې د واورې ناڅاپي او بې وخته اورښت شپنو اوڅارویو ته مرګ ژوبله اړولې نو له بلې سېلونو هم ډېر تاوانونه پېښ کړي دي.

XS
SM
MD
LG