د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د کندز یو شمېر اوسېدونکي په سیندونو کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي


د کندز یو شمېر کروندګر او د کرنې ریاست چارواکي سږکال د سیندونو د اوبو په کچه کې کمښت اندېښمن کړي دي.
د کندز یو شمېر کروندګر او د کرنې ریاست چارواکي سږکال د سیندونو د اوبو په کچه کې کمښت اندېښمن کړي دي.

د کندز ولایت یو شمېر کروندګر او د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې تېر کال د ژمې په موسم کې د واورې کم اورښت له امله سږکال په سیندونو کې اوبه کمې شوي دي.

د کندز یو شمېر کروندګر او د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې سږکال د سیندونو د اوبو په کچه کې کموالی راغلی او دې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.

د دې ولایت یو شمېر کروندګر له اړوند حکومتي ادارو غوښتنه کوي، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي څو په روان کال کې ګروندګر د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي.

د خان آباد ولسوالۍ یوه کروندګر سیف الدین په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې بزګرانو ته باید د هغو نباتاتو تخمونه ورکړل شي، چې کمو اوبو ته اړتیا ولري او به بازار هم ښه نرخ ولري او پر دې سربېره باید د کندز ـ تخار او بغلان ترمنځ د حقابه ستونزې ته رسېدنه وشي څو حقابه په عادلانه ډول ووېشل شي."

د چهاردرې ولسوالۍ یوه کرونګر محمداسماعیل هم ورته خبره کوي او وايي: "موږ اوبه غواړو څو زموږ دغه مظلوم او در به دره ولس د یوې مړۍ ډوډۍ خاوندان شي او که د تخار او بغلان خلک اوبه په عادلانه ډول له خپل کندزې ورونو سره ووېشي ان شاءالله چې د کندز خلک د اوبه له کمښت سره نه مخ کېږي."

کندز کې د یوه سیند څنډه
کندز کې د یوه سیند څنډه

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رئیس هم د اوبو کمښت د کروندګر پر وړاندې جدې ګواښ بولي او زیاتوې، که پر وخت کروندو ته اوبه ونه رسېږي، نو سږکال به د غلو او دانو حاصلات کم رنګه وي.

هغه زیاته کړه: "سږکال اوبه ډېرې کمې دي دهقانان له ستونزو سره مخ دي. اوس چې کوم کښتونه اوبه ته ضررت لري اوبه نه شته، لکه اوس چې د پختې د کښت وخت دی او کروندګر په خپلو ځمکو کې پرې هم کش کړي، خو اوبه نه شته چې پخته کښت کړي. د اوبو کموالی پر کرنې زیاته اغېزه کوي او دهقانان تاوانې کوي."

په ورته مهال کې په کندز کې د امو د پنځمې حوزې د سیندونو د عمومي ریاست چارواکي وايي، د دې حوزې د سیندونو د اوبو په کچه کې زیات کموالی نه دی راغلی او اوبه په نورمال ډول جریان لري.

نوموړې اداره په کندز، بدخشان، تخار، بغلان او بامیان ولایتونو کې د اوبو د تنظیم په برخه کې کار او فعالیت کوي.

د دغه ریاست رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، ازادي راډیو ته وویل: "د اوبو د کمښت وجه یې یو دلیل دا دی چې په نړۍ کې اقلیم تغییر کړی. او بل دلیل دا دې د ژمې په موسم کې د واورې پرځای بارانونه کېږي د هغه بارانونه موږ کنټرول نه لرو، هغه اوبه زموږ ضایعات دي او هغه له موږ نه تېرېږي. همدا وجه ده زموږ اوبه په هغه وخت کې مصرف کېږي او په دې وخت کې موږ د اوبو له کمښت سره مخامخ کېږو. اوس د دې حوزې په سیندونو کې اوبه په عادي ډول جریان لري او کومې جدې ستونزې سره مخامخ نه یو."

د نوموړي په خبره، د باران اوبه زېرمه کولو لپاره د بندونو او داوبو دکاسو ن‍‎‏‎‌شتوالی له امله هر کار د بارانونو اوبه ضایع کېږي او ورڅخه ګټه نه اخیستل کېږي.

هغه له ګروندګرو غوښتنه کوي، چې د اوبو لګولو پرمهال عدالت په پام کې ونیسي څو نور کروندګر هم له خپلې حقابې ګټه واخلي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، کندز د اوبو د وېش په برخه کې د تخار او بغلان پایین آب دي، خو کله چې د اقلیم بدلون له امله د سیندونو د اوبو کچې کې کموالی راځي، نو د تخار او بغلان ګروندګر ډېرې اوبه مصرفوي او په پایلې کې د کندز ګروندګر د اوبه له کمښت سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG