د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په هرات او غور کې وروستیو سیلابونو ۳۴ تنه وژلي دي


آرشیف، په هرات کې یو کور د سیلاب له امله ویجاړ شوی دی
آرشیف، په هرات کې یو کور د سیلاب له امله ویجاړ شوی دی

د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله په هرات او غور ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.

په دغو سېلابونو کې ګڼ کورونه او کروندې تخریب، په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دغو اورښتونو او سېلابونو ډېر زیان په ادرسکن، اوبه او شینډنډ ولسوالیو کې اړولی: "له بده مرغه په هرات کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له کبله د مړو ټولیز شمېر ۲۴ کسانو ته رسېدلی دی. اټکل کېږي چې په را روانو ۲۴ ساعتونو کې هم اورښت روان وي. موږ خلکو په ځانګړي ډول زیانګالو کسانو ته د تلفاتو او زیانونو د اوښتو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر لرو."

د والي ویاند وايي، په مړو کې ښځې، ماشومان او پوخ عمره کسان شامل دي.

بل خوا د غور ولایت محلي چارواکي هم وايي چې د ساغر او شهرک ولسوالیو په ګډون په ځینو سیمو کې اورښتونو او سېلابونو لس کسان مړه کړي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) رسنیو ته وویل: "لومړنۍ ارزونې ښيي چې ۱۶۳ کورونه تخریب شوي، ۹۱۰ کسان بې ځایه شوي چې همدا شېبه په سړه هوا کې شپې ورځې سبا کوي. لس کسان شهیدان دي، چې ۶ تنه یې ماشومان دي. ۶۵۰ هکټار باغونه او کروندې هم کاملاً تخریب شوي دي."

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي، سختو اورښتونو او سېلابونو په سلګونو څاروي هم مړه کړي دي. ده سېلاب ځپلو ته د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې سخت اورښتونه د سېلابونو بهېدلو سبب شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري ازادي راډیو ته وویل، اړو کسانو د مرستې رسونې پر چارو غور شوی دی: "د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ټول افغانستان کې ځوابي اقدام ته چمتو دی. هرات کې مو سروې پیل کړې ده. د شهیدانو له کورنیو سره د مرستو لړۍ هم د سې شنبې په ورځ پیل شوه. هغه کسان چې کورونه یې وران شوي، خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي."

ارشیف، په هرات کې راوتلي سیلابونه
ارشیف، په هرات کې راوتلي سیلابونه

د ښاغلي حیدري په خبره، وزارت یې هڅه کوي چې د تلفاتو او زیانونو ارقام دقیق او نورو اړو کسانو ته هم مرستې برابرې کړي.

د پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ځینې کسان د سېلابونو له خوا وړل شوي، چې لا یې شمېر کره شوی نه دی.

په همدې حال کې د افغانستان د هواپېژندنې ملي ادارې اټکل کړی چې تر را روانو ۲۴ ساعتونو پورې به د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې اورښتونه او سېلابونه دوام کوي.

XS
SM
MD
LG