د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د خوړو نړيوال پروګرام: د خوراکو توکو بيو په لوړېدو سره ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ دي


ارشيف
ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په دې اندېښنه ښکاره کړه چې میلیونونه افغانان په نس نه مړیږي او د خوراکي موادو بیې مخ په لوړېدو دي.

د دغه پروګرام د افغانستان د څانګې رييسه وايي، په نړۍ کې د غلې او تېلو د بیې لوړېدا، په افغانستان کې وچکالي او ورسره په یو وخت اقتصادي بحران یو بل ته خوا ورکړي او د افغانان مصیبت یې لا زیات کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام / ډبلیو ایف پي/ وايي، په هرو لسو افغانانو کې ۹ تنه د خوړولو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري.

د دې ادارې په وینا د اوکراین د جګړې له کبله په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شوی ځکه چې د اوکراین جګړې په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژۍ پر صادراتو منفي اغېز کړی دی.

اوکراین نړۍ ته د غلې څلورم ستر صادروونکی هېواد دی.

پروان ولايت يو کروندګر د غنمو د لو پر مهال
پروان ولايت يو کروندګر د غنمو د لو پر مهال

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې ريیسه مري الین مکګرو ارټي (Mary-Ellen McGroarty) وايي، په افغانستان کې د خوړو د بحران نښې نښانې له ورایه ښکاره دي او بې شمېره کورنۍ په سخته یو وخت ډوډۍ ځان ته برابرولی شي.

اغلې مکګرواتي له آر ټي اي سره په مرکه کې وویل، نژدې ۱۹ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او ۶ میلیونه نور د غذايي نه مصونیت د بحران په حالت کې دي.

دې وویل، د دې خبرې معنا دا ده چې دوی یو وخت خواړه پر خپل دسترخوان نه لري.

تر ۹۰ سلنې ډېر افغانان په نس نه مړېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان ريیسې دا هم وویل چې د حاصلاتو راتلونکې فصل ته هم خوشبیني نه شته چې د خوړو په برخه کې ستونزې کمې شي ځکه چې په تېر ژمي او پسرلي کې په کافي اندازه واورې او بارانونه نه دي ورېدلي.

سږ کال د تېرو څو کلونو په پرتله په افغانستان کې لږ ورښتونه شوي او ډېرې سیمې وچکالۍ ځپلې دي. په اکثرو ولایتونو کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصل پنځوس سلنه کم دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، افغانستان، چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د اوکراین جګړې یې ستونزې ور ډېرې کړي دي ځکه چې د دې جګړې له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو او تېلو بیې لوړې شوې دي.

د فبرورۍ له میاشتې را په دې خوا د غنمو، اوړو او غوړیو بیه په سلو کې ۲۰ لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG