د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د آسياسي ملتونو جام ته لار پرانيستل؛ د افغانستان او هانک کانګ فوټبال لوبډلې نن مخامخ کېږي


د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې انځور
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې انځور

د افغانستان د فوتبال فدراسیون هیله من دی چې د فوتبال ملي ټیم به یې نننۍ لوبه چې له هانګ کانګ سره یې کوي، وګټي.

دغه لوبه د آسیایي ملتونو جام لوبو ته د لار موندنې په ترڅ کې د هند د کلکتې ښار په یوه سټډیوم کې ترسره کېږي.

دا لوبه د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نننۍ لوبه مهمه بولي او هیله ښیي چې دغه لوبه به افغان لوبغاړي وګټي.

دغه لوبه نن د کابل په وخت د مازدیګر په ۴ بجو د هند د کلکتې ښار د سالت لیک په سټډیوم کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوتبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی، د ویتنام په تمریني کمپ کې او هم یې په هند کې تمرینونه کړي دي.

نوموړي وويل: "له روحي پلوه لوبغاړي په ډېر ښه وضعیت کې دي او یوازې په همدې فکر کوي چې د آسیایي ملتونو جام ته لاره پیدا کړي. له نېکه مرغه لوبغاړي له فني پلوه هم په ښه وضعیت کې دي اوپه تمریني کمپ کې یې دې لوبې ته تیاری نیولی."

مسوولین فدراسیون فوتبال افغانستان گفته اند که بازیکنان افغان از نگاه روحی و فنی آماده وارد شدن به میدان هستند
مسوولین فدراسیون فوتبال افغانستان گفته اند که بازیکنان افغان از نگاه روحی و فنی آماده وارد شدن به میدان هستند

د ښاغلی مشعوف په وینا افغانستان، په خپل ګروپ کې له هند، کمبودیا او هانګ کانګ سره یو ځای دی او له دې درې واړه هېوادونو سره درې مهمې لوبې د دوی لپاره ډېرې مهمې دي چې ويې ګټي.

تردې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د طالبانو د واکمنۍ د اولې دورې له سقوط وروسته د آسیا د فوتبال د کنفدراسیون له لوري د یوه خاص امتیاز په ترلاسه کولو سره د آسیایي ملتونو د جام په سیالیو کې لوبې وکړې خو بریالی نه‌شو.

خو که چېرې اوس په خپل ګروپ کې لومړی ځای خپل کړي نو به بیا دغو سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د افغانستان د فوتبال د ملي ټیم بله لوبه به راتلونکې شنبې له هند سره وي او له کمبودیا سره به هم د راتلونکې اونۍ د سې شنبې په ورځ لوبه وکړي.

د کرېکټ د ملي ټیم ترڅنګ د افغانستان د فوتبال ټیم هم په تیرو نژدې شلو کلونو کې کې کې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې او په هېواد د ننه او بهر یې مینه وال زیات دي.

XS
SM
MD
LG