د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۳

وېلز فوټبال لوبډله د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته لار ومونده


د وېلز لوبغاړي ګراټ بېل د لوبې په ۳۳مه دقیقه کې ګول وواهه چې د لوبې تر پایله دواړو لوبډلو بل ګول ونه واهه او لوبه یو ــ صفر د وېلز په ګټه تمامه شوه.

وېلز فوټبال لوبډلې د اوکراین فوټبال لوبډلې په ماتولو سره د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته لار ومونده.

نړیوال جام ته د لارموندنې پایلوبه، چې تېره شپه د وېلز هېواد په کارډېف ښار کې وشوه، د وېلز لوبغاړي ګراټ بېل د لوبې په ۳۳مه دقیقه کې ګول وواهه چې د لوبې تر پایله دواړو لوبډلو بل ګول ونه واهه او لوبه یو ــ صفر د وېلز په ګټه تمامه شوه.

له دې بریا سره د وېلز فوټبال لوبډلې د قطر د ۲۰۲۲ کال نړيوال جام ته لار ومونده چې په خپل ګروپ کې به له انګلنډ، امریکا متحده ایالتونو او ایران سره ولوبېږي.

له بایللو سره هم د لوبې په پای کې د اوکراین لوبغاړي او مینه وال د وېلز د لوبغاړو او مینه والو لخوا ډېر تشویق شول.

د اوکراین لوبډلې روزونکي الکساندر پیتراکوف له لوبې وروسته وویل، دوی خپله ټوله هڅه وکړه خو دا چې بریالي نه شول، د اوکراین له وګړو بخښنه غواړي.

XS
SM
MD
LG