د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۴۴

د اوکراین او وېلز فوټبال لوبډلې سیالي لري


د اوکراین د فوټبال ملي لوبډله

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په پایلوبه کې نن شپه د جګړه ځپلې اوکراین د فوټبال لوبډله له وېلز لوبډلې سره لوبه کوي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته لار کوي او د انګلنډ، امریکا متحده ایالتونو او ایران سره به په یوه ګروپ کې وي.

اوکراین لوبډلې نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلند لوبډلې ته ۳-۱ ماته ورکړه او نن شپه بیا فرصت لري، چې د لوبې په ګټلو او نړیوال جام ته په تګ سره خپل جګړه ځپلي هېوادوال خوشاله کړي.

XS
SM
MD
LG