د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

البانيا کې افغان کډوالو د خپل نا مالوم برخليک په غبرګون کې مظاهره وکړه


البانيا کې د افغان کډوالو يو کمپ
البانيا کې د افغان کډوالو يو کمپ

یوې وړې ډلې پرون د البانیا د پلازمېنې تیرانا د شمال په ۷۰ کیلومترۍ کې په شینګ جن ښارګي کې مظاهره وکړه او د هغې په لړ کې یې د امریکا له حکومته وغوښتل چې متحدو ایالتونو ته د دوی د لېږدولو پروسه چټکه کړي.

د دې مظاهرې یوه ګډونوال، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي رادیو ته وویل: "موږ دا مظاهره د دې لپاره کړې چې دلته په بد حالت کې وو، برخلیک مو څرګند نه دی، زموږ ماشومان له تعلیمه پاتې دي نو غواړو چې موږ امریکا یا یو بل هېواد ته ولېږدول شو."

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کابو ۲۴۰۰ افغانان د تېر کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې له افغانستانه البانیا ته وایستل شول او د دغه هېواد په شینګ جن او دوریس ښارګیو کې په موقتي ډول دېره شول.

البانيا کې د افغان کډوالو کمپ
البانيا کې د افغان کډوالو کمپ

د امریکا متحدو ایالتونو او غیرحکومتي موسسې له دوی سره مالي مرسته کوي.

کله چې دوی البانیا ته ورسېدل، د ختیځې اروپا دغه هېواد اعلان وکړ، مخکې تر دې چې دا زرګونه افغانان د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ شي، هېواد یې لږ تر لږه د یوه کال لپاره سرپناه ورکوي.

البانیا تازه ژمنه کړې چې که افغان کډوالو ته د امریکا د وېزې ورکړه وځنډېږي، حاضره ده چې یو کال نور یې هم وساتي.

د البانیا د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دې هېواد ته ۹۰۰ ورغلي افغانان هلته پاتې دي او نور یې امریکا او کاناډا ته بیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG