د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

روسي ځواکونه د اوکراين ختيځ ښار سيورو – دونڅک مرکز ته ور نږدې شوي


ارشيف
ارشيف

راپورونه وايي، روسي ځواکونه نن سې شنبه د اوکراین له پوځیانو سره د کوڅه پر کوڅه جګړې په نتیجه کې د اوکراین د ختیځ ښار سیورو-دونیڅک مرکز ته ورنږدې شوي او دې جګړه کې د ښار زیاتې برخې نړېدلي دي.

د اوکراین په ختیځه سیمه لوهانسک کې د روس-پلوه بېلتونپالو مشر، لیونید پاسیچ- نیک د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، د اوکراین د سیورو-دونیڅک ښار دوه پر درېیمه برخه له وړاندې د دوی په کنټرول کې وه، خو د روسیې پرمختګ د ده په وینا د تمې خلاف یو څه چټک و.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، په سیورو-دونیڅک کې د مسکو پرمختګ په وروستیو کې چټک شوی او د روسیې ځواکونو د اوکراین د شمال ختیځو سیمو پر ځینو برخو توغندي هم ویشتلي دي.

بل پلو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ناوخته په خپله وینا کې د اوکراین په دونباس کې وضعیت ډېر سخت وباله.

ولسمشر زلینسکي وویل، د روسیې پوځ هڅه کوي، چې د اوکراین پر مدافعانو د نور فشار راوستلو لپاره په مشخصو سیمو کې د خپلو ځواکونو استحکامات لا زیات کړي.

د روسیې پوځ هڅه کوي، چې د اوکراین پر مدافعانو د نور فشار راوستلو لپاره په مشخصو سیمو کې د خپلو ځواکونو استحکامات لا زیات کړي

کییف وايي اوکرایني ځواکونو په جنوب کې له توشکیفکا کلي څخه روسي ځواکونه ایستلي او د سیمې د کلابندۍ لپاره یې د مسکو هڅه له نهیلۍ سره مخامخه کړې ده.

د اوکراین پوځ دغه راز ویلي، چې د انهولیڅ سیند په جنوبي ساحل کې یې له اندریفکا، لوزوفې او بېلوهورکا کلیو څخه روسي پوځیان اړ کړي چې دفاعي سنګرونو ته شا ته شي.

دغه ساحل د خرسون ولایت سرحد هم جوړوي، چې مسکو په کې د خپلې ولکې د پیاوړې کولو هڅه کوي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دښمن د تلفاتو په ګاللو سره د خرسون له میکولایفکا کلي څخه وتلي، چې دا کار د روسي ځواکونو په نورو قطعو کې د وارخطایۍ سبب شوی دی، خو دغه اطلاعات د بېطرفه سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

که روسي ځواکونه، له میکولایفکا کلي څخه وتلي وي، دا به د اوکراین قطعو ته یوه لاسته راوړنه وي.

XS
SM
MD
LG