د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د اوکراین پوځ له ماریپول خپل بند سرتېري باسي


د اوکرایني ځواکونو له لوري د ماریپول د فولادو ازوف فابریکه کې د ټپي سرتېرو د لېږد بهیر.
د اوکرایني ځواکونو له لوري د ماریپول د فولادو ازوف فابریکه کې د ټپي سرتېرو د لېږد بهیر.

د اوکراین پوځ له بندري ښار ماریپول څخه هغه وروستي سرتېري باسي چې د فولادو په ازوف فابریکه کې تر اوسه بند پاتې دي او د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.

د اوکراین پوځ وایي، پر دې کار کوي چې د فولادو له ازوف فابریکې څخه خپل پاتې سرتېري راوباسي، له هغه ځایه چې د محاصره شوي ماریپول ښار وروستی قوي سنګر بلل کېږي.

د ازوف سمندرګي په غاړه پروت دغه ستراتیژیک بندري ښار چې روسي ځواکونو له میاشتو راهیسې محاصره کړی، د بریدونو په نتیجه کې په یوه کنډواله بدل شوی دی.

پر دې ښار د بریدونو په نتیجه کې دغه راز په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز یوه ورځ وروسته له هغې چې له ۲۶۰ زیات اوکرایني سرتېري چې یو شمېر یې ټپیان وو، د ازوف له فابریکې راوایستل شول، په یوه بیان کې وویل، چې د ماریپول ګارنیزیون خپل محارب ماموریت بشپړ کړی دی.

په دغه فابریکه کې په سلګونو سرتېري او ملکیان له اونیو راهیسې بند پاتې وو.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې د پوځ اعلا قومندان په ازوف فابریکه کې دېره د جزوتامونو قومندانانو ته امر وکړ چې د خپل پرسونل ژوند وژغوري او زیاتوي، د ماریپول مدافعین یې د وخت اتلان دي.

دغه مدافعان چې ډېر یې ټپیان دي، هغو ښارونو ته انتقال شوي چې مسکو پلوي وسله وال پرې کنټرول لري.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې چې تېره شپه یې خپور کړی، وویل چې د اوکراین د پوځ او استخباراتو مرکچیانو او همداراز سره صلیب او ملګروملتونو په ګډه د دغو سرتېرو په ایستلو کې همکاري کړي ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

خو نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، چې د اوکراین جنګیالي به ډېر ژر آزاد نه شي او زیاته یې کړه چې د هغوی د آزادېدو لپاره خبرې به وخت ونیسي او مهارت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG