د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

پکتيا کې د ټاکل شوي ولور د پرېکړې تطبيق لپاره قومي ناسته وشوه


پکتيا کې د نجونو د ولور د کمولو لپاره جرګه شوي قومي مشران
پکتيا کې د نجونو د ولور د کمولو لپاره جرګه شوي قومي مشران

د پکتیا ولایت د څمکنیو د ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول خلک دې په ټاکلي ولور عمل وکړي او له هغه زیات ولور دې نه اخلي.

مشرانو یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د لسګونو ځايي اوسیدونکو په هغه قومي ناسته کې وکړې، چې د ټاکل شوي ولور د پرېکړې د پلي کیدو د ارزونې په پار جوړه شوې وه.

د کوچني اختر په لومړی ورځ تر پرلپسې سلا مشورو وروسته د څمکنیو قومي مشرانو او دیني عالمانو د ځايي ادارې سره په همغږۍ او اوسنیو اړتیاوو ته په کتو د ښځو ولور ۵ لکه افغانۍ ټاکلی وو.

د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي عبدالصمد حامد مشال راډیو ته وویل، چې د دوی د مالوماتو له مخې تر کوچني اختر وروسته چې څومره کوژدنې شوي، همدا ولور په کې عملي شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:"د اختر نه وروسته تر نن تاریخه پورې موږ چې څومره مالومات لرو، خلک د ولور له پرېکړې راضي دي، ولور پنځه لکه افغانۍ وو، تر اوسه پورې تقریباً لس نامزادی وشوې چې د همدې پرېکړې پر اساس وې، دا غونډه د همدې مسالې د تعقیب لپاره وه، ولسونه خوښ وو، موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې د ټولو په رضایت دغه پريکړه عملي شوي او عملي کیږي. "

د یوې قومي شورا مشر ګلستان وايي، تر اوسه قومونو د ولور پرېکړه په بشپړه توګه عملي کړې ده.

خلک يو ځل بيا راټول شوي چې د خپلې پرېکړې پر تطبيق ټينګار وکړي.
خلک يو ځل بيا راټول شوي چې د خپلې پرېکړې پر تطبيق ټينګار وکړي.

دلته ځینو کسانو د کوژدن کېدو خطونه راوړل، چې د همدې پرېکړې سره سم شوي وو، دوی وویل چې لوړ ولور نه غواړي او ورکولو ته يې هم حاضر نه دي.

قومي مشر خیال څمکنی وايي، چې په لویه پکتیا کې ډیری لويې او وړې ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حلیږي او خلک د مشرانو او جرګو پرېکړو ته درناوی کوي.

نوموړی زیاتوي، پنځه لکه ولور په خپله مشرانو وټاکه او دوی ډاډه دي، چې دا پرېکړه به پلي کیږي.

د څمکنیو د نرګسي کلي اوسیدونکی مامور پلاني هم ډاډه دی، چې ټاکلی ولور به د خلکو لخوا پلی کیږي.

دی وايي، پرېکړه د ځايي مشرانو او دیني عالمانو لخوا په رضایت شوې او په پلي کېدو په مخکې يې ستونزه نشته.

د څمکنیو ولسوال مولوي عزت الله مخلص وايي، د پرېکړې د تطبیق بهیر ډېر ښه روان دی او له دې پرېکړې د سرغړونې هيڅ مورد نه دی ترسترګو شوی.

نوموړی وايي: "الحمدالله موږ يې نن نتیجه وینو، ولسوالۍ تر شلو زیات نکاح خطونه او د دوستۍ خطونه راغلي دي او موږ تائید کړي دي، دا يې د تعقیب غونډه وه، که چا د دې پرېکړې نه مخالفت کاوه يا يې سرغړونه کوله، موږ به بیا اجراات کوو، خو للحمد تر اوسه پورې د پرېکړې نه سرغړونه نشته، کار ډېر ښه روان دی، ولس راضي دی او د خلکو ستونزه ورسره حل شوه."

د څمکنیو ولسوالۍ په تعقیب د مې په ۱۲مه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم قومي مشرانو او ځايي اوسیدونکو تر سلا مشورو وروسته د خپلې ولسوالۍ په ساحه کې د ولور اندازه څلور لکه افغانۍ ټاکلې ده.

که څه هم په دې وروستیو کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو له کبله قومي پرېکړې د پخوا په شان نه دي پلي شوي، خو د څمکنیو مشران او قومونه وايي، چې دوی د خپلې پرېکړې پلي کېدو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG