د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

پر پوله د نښتو کمولو هڅې؛ طالب او ایراني چارواکو مذاکرات پیل کړي


د ايراني او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې انځور
د ايراني او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې انځور

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحد کې د نښتو د کمولو په هدف له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو د پیل خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ایراني چارواکو پلاوو د دوغارون- هرات ترمنځ سیمه او په نورو سرحدي ټکو کې د شویو نښتو د څېړنې په هدف د خبرو لومړی پړاو پرون د ایران په سرحدي سیمه تایباد کې پیل کړ.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې په دې مذاکراتو کې د سرحدي کنډکونو لپاره د ځانګړو کسانو د معرفي کولو، د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو د ټینګولو، په راتلونکي کې د خبرو له لارې د ستونزو د حل او همداراز د دریو نورو غونډو پر جوړولو موافقه وشوه.

د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ کړکېچ د روان کال د غويي یا ثور په ۴مه د هرات په اسلام کلا بندر کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته زیات شو.

له دې نښتې وروسته ایران له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړ.

ارشیف: د افغانستان سرحد ته نږدې ایراني ځواکونه
ارشیف: د افغانستان سرحد ته نږدې ایراني ځواکونه

اوس د طالبانو د حکومت او ایران چارواکو ظاهرا ډاډ ورکړی چې په خپلو کې ستونزې به د خبرو له لارې حلوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خپله پرونۍ اعلامیه کې ویلي، چې په دې خبرو کې د دوی له لوري د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز درستیزوال شبیراحمدعثماني او د ایران د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز قاسم رضايي ګډون کړی و.

ایراني رسنیو د ښاغلي رضايي له قوله راپور ورکړی دی چې وايي، اسلامي دولت ډله یا داعش د افغانستان او ایران ګډ دښمن او د دې ډلې له منځه وړل د دواړو هېوادونو ګډ هدف دی.

نوموړي د سرحدونو د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان او ایران د همکاریو د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه باید د چارو پر سمون او یووالي تمرکز وکړي.

د افغانستان او ایران پر پوله د دریو اونیو مخکې نښتې وروسته له هغه وشوې چې د ایراني چارواکو د ادعا له مخې طالبانو غوښتل په ګډ سرحد کې یو سړک ورغوي.

ایران او افغانستان ۹۲۰ کیلومتر اوږد ګډ سرحد لري او پر دې پوله له تېرو څو لسیزو راهیسې د خلکو او تجارتي مالونو پر قانوني تګ راتګ سربېره، د انسانانو او مخدرو موادو قاچاق هم کېږي.

XS
SM
MD
LG