د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

اروپايي ټولنه: پناه غوښتوونکو کې د افغان ماشومانو شمېر زیات دی


آرشیف
آرشیف

د هغو ماشومانو شمېر، چې له خپلوانو پرته په ۲۰۲۱ کال کې یې اروپا ته پناه وړې ده، په سلو کې ۷۰ زیات شوی دی.

کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره چې له افغانستانه اروپا ته ورځي، د هغو کوچنیانو شمېر، چې په ۲۰۲۱ کې یې د اروپايي ټولنې په غړیو کې د پناه اخیستو هڅه کړې، ۷۲ سلنه زیات شوی او د هغو ډېره برخه د افغانانو دی.

د یورو سټټ پر اساس، که څه هم په مجموع کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې په اروپايي اتحادیې کې پناه ورکړل شوې، تېر کال ۵ سلنه کم شوی دی.

دې ادارې د کډوالو د شمېر د کمېدو کوم دلیل نه دی څرګند کړی.

یوروسټټ وايي، تېر کال څه باندې ۲۳ زره ۲۰۰ بې خپلوانو ماشومانو د پناه غوښتنې کړي، حال دا چې په ۲۰۲۰ م کال کې څه باندې ۱۳ زره ۵۰۰ تنو کوچنیانو پناه غوښتې وه.

د اروپايي اتحادیې د احصایې ادارې همداراز ویلي، د دغو ماشومانو اکثریت له افغانستانه اروپا ته ورغلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تېر کال په اسد میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه افغانان له افغانستانه ووتل.

اروپايي اتحادیې پروسږ کال د سوریې، افغانستان او وینزویلا تر ۲ لکه ۶۷ زره ډېرو کسانو ته پناه ورکړه.

ویل شوي چې اکثره پناه غوښتونکي جرمني، فرانسې او ایټالیا ته تللي دي.

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم، د موجودو اسناد پر اساس، د اروپايي اتحادیې غړیو هېوادونو څه باندې ۵ زره بې خپلوانو یا یوازې ورغلیو ماشومانو ته پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG