د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

ځينې کابل ښاریان: د اختر ورځې مو تياره کې تېرې کړې


آرشیف: د کابل په شمال کې د برښنا د ويجاړې شوې ستنې انځور
آرشیف: د کابل په شمال کې د برښنا د ويجاړې شوې ستنې انځور

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کوچني اختر ورځې یې له برښنا پرته په تیاره کې تېرې کړې او لا هم دا ستونزه پر ځای ده.

دوی وایي، په سالنګ کې د وارداتي برښنا د دوه ستنو د نړولو له امله د برښنا نه موجودیت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه کابل ښاریان د طالبانو له حکومت غواړي، چې د دغه ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د پلازمېنې اوسېدونکي شفیق ازادي راډیو ته وویل: "د اختر به درې ورځو کې مو برښنا نه درلوده، ان زموږ تیلیفونونه بې چارجه دي، دغه شان د شپې له لوري برښنا هیڅ نه راځي، له همدې امله په کورونو کې ان د استعمال اوبه نه لرو، ځکه هر څه په برښنا چلېږي."

دغه راز د کابل بل اوسېدونکي نازګل وویل: "زموږ غوښتنه له حکومت داده چې د برښنا ستنو د الوزولو مخه ونیسي، کله چې د برښنا یوه ستنه تخریبېږي، دا چې هر څوک دا کار کوي ډېر زیات خلک بې برقه کېږي بله ستونزه دا راپیدا کوي چې د یوې ستنې د بېرته جوړېدو باندې ډېر زیات مالي لګښت راځي."

د پلازمېنې کابل په ګډون د لسو نورو ولایتونو دبرښنا جریان هغه مهال پرې شو چې له اختر وړاندې په سالنګونو کې د وارداتي برښنا دوه ستنې د بمونو په وسیله ونړول شوې.


هڅه مو وکړه، چې د دغو ستنو د رغولو په کارونو کې د پرمختګ په اړه له برښنا شرکت معلومات واخلو خو مسئولینو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د دغه شرکت ویاند وړاندې ویلي وو، چې د برښنا دغه نړول شوې ستنې به په دوه اونیو کې جوړې شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د برښنا د ستنو په ګډون د ټولو عامه شتمنیو د تخریب مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر شریرې حلقې هڅه کوي چې د خلکو د پرمختګ او روښنایۍ مخه ونیسي، دوی کله د برښنا ستنې الوځوي او کله هم په جوماتونو کې چاودنې کوي، دوی پوهېږي د کوم هدف لپاره چې دا کار کوي هیڅکله دې هدف ته نه رسېږي، زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي چې د دغه ډول پېښو مخه ونیسي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لا معلومه نه ده چې د پلازمېنې په ګډون د لسو نورو ولایتونو برښنا کله جوړيږي.

د تېر حکومت پرمهال هم د برښنا د وارداتي ستنو امنیت جدي موضوع بلل کېده، او وخت نا وخت به نامعلومو وسله والو د شمالي ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د برښنا ستنې د بمونو په وسیله نړولې، خو تېر حکومت تر اخره د دغه ډول پېښو د مخنیوي په برخه کې ناتوانه و.

XS
SM
MD
LG