د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

ازبيکستان: له افغانستان ورلېږدول شوې هليکوپټرې طالبانو ته نه سپارو


انځور: افغان هليکوپټرې
انځور: افغان هليکوپټرې

ازبیکستان وايي، هغه پوځي هلیکوپټر او الوتکې چې د جمهوري نظام د نسکورېدو پر مهال د دوی هېواد ته لېږدول شوي، د امریکا ملکیت دی او طالبانو ته به یې و نه سپاري.

سره له دې چې طالبانو په ځلونو له ازبیکستان غوښتي، څو دې هېواد ته د مخکني افغان هوايي ځواک لېږدول شوي هلیکوپټر او الوتکې دوی ته ورکړي، خو د دې هېواد یو لوړ پوړی چارواکي وايي، د افغانستان د مخکني حکومت الوتکې طالبانو ته نه سپاري.

د ازبیکستان د جمهور رییس شوکت میرضیایف یوه لوړ پوړي سلاکار عصمت الله ارګاشیف امریکا غږ سره یوه مرکه کې ویلي، دا الوتکې د متحده ایالاتو ملکیت دی او پرېکړه به یې واشنګټن کوي.

نوموړي ويلي: "د هغه رسمي مکتوب پر بنسټ چې امریکا ورکړی، دا ټولې هلیکوپټرې د امریکا مال دی. له همدې امله هغوی دا موضوع څېړي او له هغې وروسته به یې له ازبیکستان او تاجیکستان څخه یوسي. "

ښاغلی ارګاشیف د طالبانو له‌خوا افغانستان ته د دې الوتکو د بېرته ورسپارلو د غوښتنې په غبرګون کې وايي، په دې اړه یې له طالب چارواکو سره خبرې کړي او ورته یې ویلي دي، دا نظامي تجهیزات یې د متحده ایالاتو سره په موافقې ساتلي.

نوموړی وايي: "ما دوی ته ویلی چې لومړی د دې هلیکوپټرو راوړل غیر قانوني عمل و او له همدې امله ضبط شوي او یوازې د محکمې په پرېکړې سره ازادېدلای شي. دویمه خبره دا چې د امریکا د رسمي مکتوب پر بنسټ، دا ټول هلیکوپټر د امریکا په پیسو اخيستل شوي او بیا افغان ځواکونو ته ورکړل شوي دي."

خو د طالبانو دریځ په خپل ځای دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې د ښاغلي ارګاشیف د خبرو په غبرګون کې ولیکل: "په دې اړه موږ خپله غوښتنه کړې او لا مو هم تماسونه جریان لري. "

له دې وړاندې د طالبانو د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب ازبیکستان ته د ګواښ په ژبه ویلي و چې له دې زیات یې د صبر امتحان و ا نه خلي او د افغانستان هلیکوپټر او الوتکې دوی ته وسپاري.

په بېلابېلو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان هوایي ځواک ۴۶ هیلکوپټرې او نورې نظامي الوتکې ازبیکستان او ۱۸ تاجیکستان ته ولېږدول شوې.

ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې له دې نظامي الوتکو او هلیکوپټرو یو شمېر یې متحده‌ ایالاتو ته بېرته لېږدول شوي هم دي.

امریکا غږ د پنټاګان د یوه چارواکي له قوله دا هم لیکلي چې تاجیکستان او ازبیکستان طالبانو ته د دې الوتکو د بېرته ورکولو کوم پلان نه‌لري، خو زیاتوي، واشنګټن هم تر اوسه د دې الوتکو د وروستي برخلیک په اړه پرېکړه نه‌ده کړې او ښایي وروستۍ پرېکړه به ژر و نه‌شي.

XS
SM
MD
LG