د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د پوځ جوړولو برخه کې مهم پرمختګونه شوي


طالب وسله وال
طالب وسله وال

د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتې پوره شوې، خو د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ادعا کوي چې دې موده کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې له هغې ډلې د ده په خبره د اردو د جوړولو په تړاو پرمختګونه شوي.

مجاهد د افغانستان له دولتي ټلوېزیون سره په یوه مفصله مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه وویل: "تر اوسه مو ۴۰ طیارې، هلیکوپټرې او نورې طیارې جوړې کړي او پروازونه کوي. لس طیارې تر کار لاندې دي. تر لسو زرو پورې مو نوي ځواکونه روزلي. کوم ثبت نام چې موږ کاوه د اردو لپاره تقریباً تر اتیا زرو پورې رسیدلی دی."

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر وویل، دوی د ۱۱۰ زره کسیزې نوې اردو په جوړولو لګیا دي داسې پوځ چې د ده په خبره د چا په مرستو به تکیه نه وي.

هغه ونه ویل، څنګه به د دې اردو مصارف پوره کوي ځکه له افغانستان په تېره بیا د طالبانو له حکومت سره د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا د مرستو لویه برخه ځنډېدلې ده.ملا یعقوب وویل، د افغانستان د پخوانۍ اردو د پوځي وسایطو او الوتکو د راستنولو لپاره له ډپلوماټیکو لارو هڅې کوي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري حکومت وپرځېد، ګڼ شمېر هليکوپټرې ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا منځنۍ اسیا ته ولاړې.

د کابل په هوايي ډګر کې ویجاړ شوي پوځي وسایط
د کابل په هوايي ډګر کې ویجاړ شوي پوځي وسایط

د امریکا حکومت طالبانو ته د دې هلیکوپټرو او وسایطو له ورستنولو سره مخالفت کړی.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان مخکینی پوځ چې کلونه-کلونه پرې میلیاردونه ډالره لګښت شوی وو سره وپاشل شو.

د طالبانو حکومت په دې هم تورن دی چې د پخواني پوځ تر سلو پورې زیات غړي یې وژلي.

دغه تورونه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په یوه لیک او د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې یاد شوي، خو د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دمګړۍ دفاع وزارت کې د پخواني نظام تر نوي سلنه غړي کار کوي او څوک پرې کار نه لري.

XS
SM
MD
LG