د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د طالبانو حکومت: نزدې راتلونکي کې مو يو پلاوی ايران ته سفر کوي


ارشيف: د طالبانو د بهرنيو چارو وزير له ايراني چارواکو سره د کتنې پر مهال
ارشيف: د طالبانو د بهرنيو چارو وزير له ايراني چارواکو سره د کتنې پر مهال

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کريمي د دې موضوع په څرګندولو سره وايي، یاد پلاوی د قضا او لوې څارنوالۍ څخه جوړ دی.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

" د افغانستان د اسلامي امارت د لوې څارنوالۍ او قضايي برخې څخه یو پلاوی جوړ شوی چې دغه پلاوی به هلته له ایراني چارواکو سره د افغان مهاجرینو د بندیانو په اړه چې په زندانونو کې دي، د هغوي د ستونزو د حل او د استرداد لپاره خبرې وکړي، خو تر اوسه مشخصه نه ده چې ددغه پلاوي په ترکیب کې به څوک وي او کله به ځي. "

که څه هم ښاغلی کریمي د دې سفر په اړه ډېر جزییات نه ورکوي خو له دې وړاندې داسې راپورنه ورکړل شوي و چې د طالبانو یو پلاوی تهران ته په سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د کډوالو د ستونزو او دغه شان د دواړو ملکونو ترمنځ د حق ابې پر سر د رامنځته شویو ورستیو ناندریو د بحث او حل په موخه سفر کوي.

د طالبانو د حکومت يو وياند بلال کريمي
د طالبانو د حکومت يو وياند بلال کريمي

ایران څو مياشت وړاندې پر طالبانو غږ کړی و، چې له ایران سره د حق ابې مسئله ژر تر ژره حل کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې ورستیو کې یو ځل بیا، په یوې خبري غونډه کې دې موضوع ته په ورته ډول اشاره دلوده ویلي یې ول، چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي او په دې اړه د افغانستان او ایران تر منځ له پخوا کلونو راهیسې تړون موجود دی.

د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني هم تسنیم خبري آزانس ته ویلي وه، چې دوی هغه تعهداتو ته چې پخوا یې د حق ابې په برخه کې له ایران سره لرل او لري یې، ژمن دي.

له دې ور ها خوا بیا یوشمېر ایراني رسنیو تهران ته د طالبانو د یو ډيپلوماټ د رسېدو خبر ورکړی.

دغو رسنیو د یوې سرچینې له قوله که څه هم ددغه ډیپلوماټ د تک کره نېټه نه ده په ډاکه کړې خو ویلي یې دي، چې یاد ډیپلومات ښايي په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې پرمخ یوسي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده په تهران کې د دوشنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې د طالبانو د ډيپلوماټانو د ورتک مسلې ته په اشارې سره ویلي، د ډیپلوماټانو تګ راتګ یوه عادي چاره ده خو دا د دې معنی نه لري چې ایران دې طالبان په رسیمت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ اړیکي یو څه ترینګلي شوي.

دغه اړیکي هغه مهال تړینګلې شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو په وړاندې د تاوتریخوالي ویډوګانې راووتې، چې دغې چارې د افغانستان دننه او بهر ګڼ غبرګونونه له ځان سره درلودل او ایراني، چارواکو په دې اړه راپورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG