د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د جرمني عدليې وزير: د نړيوالو قوانينو له مخې کولی شو اوکراين ته درنې وسلې ورکړو


ارشيف: د جرمني عدليې وزير مارکو بوشمن
ارشيف: د جرمني عدليې وزير مارکو بوشمن

د جرمني یا المان د عدلیې وزیر وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې اوکراین ته د جرمني له خوا د درنو وسلو ورکول جواز لري.

د جرمني د عدلیې ویر مارکو بوشمن ( Marco Buschmann) له ولټ ام زونتاګ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون شنبه خپره شوه وویل، د نړیوالو قوانینو له مخې اوکراین ته د ټانکونو او نورو درنو وسلو سپارل جواز لري او د روسیې پرضد جګړه کې د جرمني د داخلېدو معنی نه ورکوي.

د بوشمن په خبره، نړیوال قوانین د درنو وسلو ورکړه، د کوم هېواد پر خلاف د جګړې داخلېدو په معنی نه ګڼي.

د جرمني عدلیې وزیر ویلي، ځکه نو که اوکراین د ځان د دفاع لپاره له خپل مشروع حق څخه کار واخلي، د وسلو په ورکړې سره یې ملاتړ، د جګړې په یوه لوري د بدلېدو نه سبب کېږي.

د جرمني ډېری سیاستوالو او وګړو داسې بحثونه کړي، چې هېواد یې څنګه له اوکراین سره په پوځي مرستو سره د روسیې د بې دلیله جګړې په وړاندې په مقاومت کې برخه واخلي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون غربي هېوادونو د اوکراین ځواکونو ته د درنو وسلو ورکول زیات کړي دي.

جرمني د دې جګړې پر مهال له اوکراین سره د سلګونو ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې هم کړې دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ اوکراین ته د لا درنو وسلو او تجهیزاتو لکه ټانکونو، څرخي او نورو الوتکو د لېږدولو په باب غوڅ نظر نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې اړه د جرمني په کیڼ اړخي ائتلاف کې دننه غوښتنې زیاتې شوې دي.

د جرمني د عدلیې وزیر مارکو بوشمن دغه راز ویلي هېواد به یې له لومړنیو هېوادونو وي، چې په اوکراین کې به د جنګي جنایتونو د احتمال په باب څېړنې پیل کړي، چې د جرمني فډرال پولیس او لویه څارنوالي به د دغو څېړنو مشري کوي.

XS
SM
MD
LG