د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د روسیې له خبرداري وروسته اوکراین کې چاودنې شوي


آرشیف:د پلازمېنې کییف يوه څنډه کې د جګړې صحنه
آرشیف:د پلازمېنې کییف يوه څنډه کې د جګړې صحنه

نن سهار وختي د اوکراین پلازمېنې کییف او لویو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

پلازمېنه کییف او د اوکراین په ګڼو نورو ښارونو کې د خطر زنګونه له نن سهار وختي کړنګېږي.

دا وروسته له هغه چې د پلازمېنې له یوې برخه او د لویو له ښاره د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په خپل ټېلېګرام چینل تایید کړې چې چاودنې د پلازمېنې په دارنتیسکي سیمه کې شوي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې د تلفاتو جزییات لا نه دي روښانه خو مرستندویه او ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلي.

کلیچکو پلازمېنې ته له تلونکو خلکو هم غوښتي چې دمګړى دې سفر نه کوي او په خوندي ځایونو کې دې پاتې شي.

دا وروسته له هغه چې د پلازمینې له یوې برخه او د لویو له ښاره د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په اوکراین کې داسې وخت د چاودنو غږ اورېدل شوی چې روسیې تازه خبرداری ورکړی وو چې په کییف باندې خپلو بریدونو ته زور ورکوي.

روسیې تور لګولی وو چې د اوکراین ځواکونو د روسیې سرحدي سیمو بریدونه کړي او په همدې خاطر خپل بریدونه پرې زیاتوي.

روسیې داسې وخت یو وار بیا په اوکراین د بریدونو د زیاتېدو ادعا کړې چې دا هېواد له ګڼو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي بېګا په یوه ټلویزیوني بیان کې وویل چې په روسیې اقتصادي بندیزونه ډېر اغېزمن تمامیږي خو د ده په خبره:« لا هم کافي نه دي چې زموږ خاوره له يرغلګرو ځواکونو پاکه کړو.»

XS
SM
MD
LG